کوټه : بلوچستان هایي کورټ په پاکستان کې د افغان طبي زده‌ کوونکو د زده‌ کړو د دوام درخواست رد کړی دی. د جسټس ،محمد عامر نواز رانا، او جسټس ،عبدالقیوم لهړي، دوه کسیز بینچ ،د سپتمبر په ۱۵مه، ویلي دي، چې بهرني وګړي په پاکستان کې د اوسېدو، زده‌ کړو یا طبي روزنې د دوام داسې دایمي حق نه لري چې د حکومت له تګلارې او قوانینو سره په ټکر کې وي.

 

عدالت د پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل د هغو لارښوونو په چارو کې له مداخلې ډډه کړې چې د افغان زده‌ کوونکو د طبي او غاښونو زده‌ کړو او تخصصي روزنې له دوام سره تړاو لري. د عدالت په پرېکړه کې ویل شوي دي، چې د بهرنیو وګړو د اوسېدو او بېرته ستنولو په اړه پرېکړې د حکومت په واک کې دي.

 

هایي کورټ ویلي دي، چې افغان وګړي د عزت او د قانون له مخي د عادلانه چلند حق لري، خو دا حقونه هغوي ته په پاکستان کې د نامحدودې مودې لپاره د پاتې کېدو یا زده‌ کړو د دوام حق نه ورکوي. عدالت اغېزمنو زده‌ کوونکو ته ویلي چې د خپلو ستونزو د حل لپاره د افغانستان له سفارت سره اړیکه ونیسي.

 

سیند : هایي کورټ د ۳۴ افغان طبي زده‌ کوونکو هیواد ته بېرته د ستنولو حکم تر سپتمبر ۲۹مې وځنډاوه
سیند : هایي کورټ د ۳۴ افغان طبي زده‌ کوونکو هیواد ته بېرته د ستنولو حکم تر سپتمبر ۲۹مې وځنډاوه
پاکستان : د لاهور هایي کورټ د افغان طبي محصلانو د ایستلو بهیر وځنډاوه
پاکستان : د لاهور هایي کورټ د افغان طبي محصلانو د ایستلو بهیر وځنډاوه
پاکستان : د افغان محصلانو د ایستلو پر ضد د زده‌ کوونکو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه شوي
پاکستان : د افغان محصلانو د ایستلو پر ضد د زده‌ کوونکو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه شوي

 

بل لور ته اسلام‌ اباد هایکورټ د افغان ډاکټر عمادالدین په یوه جلا قضیه کې د هغه د ایستلو حکم موقتي ځنډولی او اجازه یې ورکړې چې خپله تخصصي طبي روزنه روانه وساتي. د افغان طبي زده‌ کوونکو موضوع وروسته له هغه راپورته شوه چې پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل طبي ادارو ته د افغان زده‌ کوونکو په اړه نوې لارښوونې وکړې.