لاهور : د پاکستان په یو شمېر طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلانو د ایستلو د پرېکړې پر ضد ،د سپتمبر په ۱۱مه، د زده کوونکو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه شوي دي.
په لاهور کې د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون، په پېښور کې د خیبر میډیکل کالج او په راولپنډۍ کې د طبي پوهنتونونو سلګونو زده کوونکو په احتجاجي مظاهرو او لاریونونو کې د حکومت پرېکړه غندلې او له افغان محصلانو سره یې د ملاتړ څرګندونه کړې ده.
احتجاج کوونکو زده کوونکو ویلي دي، چې افغان محصلانو ته باید د خپلو روانو زده کړو د بشپړولو اجازه ورکړل شي او هغوي باید د سیاسي او اداري پرېکړو قرباني نه شي.
دوي په خپلو شعارونو کې له حکومت غوښتي چې د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي او د هغوي د زده کړو د دوام حق خوندي کړي.


شال نیوز