اسلام اباد : د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ د پاکستان له طبي او د غاښونو له تعلیمي ادارو څخه د افغان زده کوونکو د ایستلو پرېکړه غندلې ده.
محسن داوړ ،د سپتمبر په ۸مه، پر اېکس لیکلي، د افغان زده کوونکو د ایستلو پرېکړه «شرموونکې او غیر انساني» ده. هغه ویلي، په افغانستان کي د طالبانو تر واک لاندې افغان زده کوونکي، په ځانګړي ډول نجونې، د زده کړو له فرصتونو بې برخې دي.
داوړ زیاته کړې، هغه طالبان چې ،د ده په وینا، له ترهګرۍ سره تړاو لري، د پاکستان نیشنل ډیفنس یونیورسټۍ ته د ویناوو لپاره وربلل کېږي، خو افغان زده کوونکي له تعلیمي ادارو ایستل کېږي.
د پاکستان میډیکل او ډینټل کونسل د سپټمبر پر لومړۍ نېټه ټولو طبي او د غاښونو کالجونو ته په یوه رسمي لیک کي ویلي چې په روان تعلیمي کال کي افغان وګړو ته نوې داخله، انتقال، مهاجرت یا بله تعلیمي اسانتیا نه شي ورکول کېدای.
کونسل په همدې لیک کي دا هم ویلي چې هغه افغان زده کوونکي چې له دې مخکې په پاکستان کي د طب یا غاښونو په پروګرامونو کي شامل شوي، باید د روانو حکومتي پالیسو له مخې افغانستان ته ستانه شي. اړوندو تعلیمي ادارو ته ویل شوي چې د دوی د وتلو لپاره ضروري کاغذي چارې او د عدم اعتراض اسناد بشپړ کړي.
تر دې وروسته د لاهور کینګ اېډورډ میډیکل یونیورسټۍ هم د ۲۲ افغان زده کوونکو او تازه فارغو کسانو نوملړ خپور کړی او هغوی ته یې ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کي اړینې رسمي چارې بشپړې کړي. په دې نوملړ کي د اېم بي بي اېس د وروستي کال او نورو ټولګیو زده کوونکي هم شامل دي.


شال نیوز