کابل : د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، هغه افغان محصلان چې د پاکستان له طبي پوهنتونونو او کالجونو ایستل کېږي، د افغانستان په پوهنتونونو او نورو لوړو زدهکړو ادارو کې به جذب شي.
مجاهد د افغان طبي محصلانو د ایستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشینۍ وړ» بللې او له پاکستانه یې غوښتي چې په دې پرېکړه بیا غور وکړي.
هغه ،د سپتمبر په ۹مه، خبریالانو ته ویلي:
«د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، څو هغه افغان محصلان چې له پاکستانه وتلو ته اړ کېږي، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې جذب کړي.»
په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت هم د افغان طبي محصلانو د ایستلو پر پرېکړې خواشیني څرګنده کړې ده.
سفارت په یوه اعلامیه کې له پاکستاني تعلیمي ادارو او نړیوالو طبي، تعلیمي او بشري ادارو غوښتي چې د افغان محصلانو د زدهکړو حق خوندي کړي. سفارت ویلي، علم، زدهکړې او بشري اړیکې باید له سیاسي اختلافاتو خوندي وساتل شي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي هم د پاکستان له سیاسي مشرانو، پوهنتونونو او مدني ټولنې غوښتي چې د افغان محصلانو د ایستلو مخه ونیسي.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان او د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني هم پر دې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې او د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان د پارلمان غړي او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ بیا ویلي، د افغان محصلانو ایستل «شرموونکې او غیرانساني» پرېکړه ده. هغه ویلي، په ځانګړي ډول ښځینه افغان محصلان په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله خپلو زدهکړو ته دوام نه شي ورکولای.
دا لانجه وروسته له هغې راپورته شوه چې د پنجاب د روغتیايي علومو پوهنتون په دغه ایالت کې ۶۴ اړوندو پوهنتونونو او طبي او غاښونو پوهنځیو ته په یوه مکتوب کې لارښوونه وکړه چې د افغان محصلانو په اړه د پاکستان نافذه پالیسي عملي کړي او اړوند محصلان افغانستان ته ستانه کړي.
د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړې په افغانستان او پاکستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي او یو شمېر سیاستوالو او پخوانیو چارواکو له اسلاماباده غوښتي چې زدهکړې له سیاسي اختلافاتو جلا وساتي.


شال نیوز