لاهور : د لاهور هایي کورټ د هغو افغان محصلانو د ایستلو بهیر وځنډاوه چې د پنجاب په طبي او د غاښونو په کالجونو کې زده کړې کوي. قاضي ،خالد اسحاق، دا حکم ،د سپتمبر په ۱۱مه، د افغان محصلانو د عریضې د اورېدنې پر مهال ورکړ او د قضیې نوره اورېدنه یې تر راتلونکې جمعې وځنډوله.
د اورېدنې پر مهال د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وکیل وویل، چې له معتبرې ویزې پرته بهرني وګړي په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه نه لري. قاضي وپوښتل، که د دغو محصلانو قانوني اسناد سم نه وو، نو په لومړي سر کې په طبي کالجونو کې څنګه داخل او د زده کړې ویزې څنګه ورکړل شوې؟
هغه د هغو محصلانو د ایستلو پر پرېکړه هم پوښتنه وکړه چې څلور کاله یې طبي زده کړې کړې دي. قاضي وویل، د محصلانو په اړه تر پرېکړې مخکې باید هغوي ته د خپل دریځ او دفاع د وړاندې کولو موقع ورکړل شوې وای.
د طبي او غاښونو شورا وکیل وویل، چې د افغان محصلانو په اړه پرېکړه د ملي امنیت اړوندو ملاحظاتو پر بنسټ شوې ده. خو قاضي خالد اسحاق وویل، چې په دې قضیه کې داسې کومه امنیتي مسئله نه ویني چې له امله یې محصلان له خپلو زده کړو منع شي. هغه وویل، چې محصلان کولی شي خپلې طبي زده کړې بشپړې او وروسته خپل هېواد ته ستانه شي.
د پاکستان طبي او غاښونو شورا تر دې مخکې ویلي وو چې د تابعیت پر بنسټ یې پر طبي زده کړو بندیز نه دی لګولی، بلکې د افغان محصلانو موضوع د ثبت، ویزو او نورو قانوني شرطونو له پوره کولو سره تړاو لري.
د شورا د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې تر ۲۰۰ زیات افغان محصلان طبي زده کړې کوي، خو یوازې ۲۲ یې له شورا سره ثبت دي. له دغو ۲۲ محصلانو ۱۴ خپلې زده کړې بشپړې کړې او پاتې اته به راتلونکی کال فارغ شي.
شورا وايي، د نورو ۱۷۶ افغان محصلانو د اسنادو او قانوني حالت د ارزونې بهیر لا روان دی.


شال نیوز