اسلام اباد : پاکستان میډیکل او ډینټل کونسل، پي اېم ډي سي، په پاکستان کې د طب او غاښونو د طب په کالجونو کې د افغان زده کوونکو نوې داخلې، انتقالونه او نورې تعلیمي اسانتیاوې تر بل حکم پورې درولې دي. کونسل له مخکې داخل شويو افغان زده کوونکو ته هم ویلي دي چې افغانستان ته ستانه شي.

 

د پي اېم ډي سي د سپتمبر د لومړۍ نېټې په مکتوب کې د جولایۍ د ۳۱مې پخوانۍ لارښوونې بیا تکرار شوې دي. په مکتوب کې طبي او ډینټل کالجونو ته ویل شوي دي چې د افغان زده کوونکو په اړه د حکومت د تګلارې له مخې اړوندې چارې بشپړې کړي.

 

د حکم له مخې، افغان زده کوونکو ته نوې داخلې، له یو کالج څخه بل ته انتقال او نورې ورته اسانتیاوې د روان تعلیمي کال لپاره تر بل حکم پورې نه شي ورکول کېدی. له مخکې داخل شويو افغان زده کوونکو لپاره ادارو ته ویل شوي دي چې د هغوي د ستنېدو چارې، د نه اعتراض اسناد او نور اړین کاغذونه بشپړ کړي.

 

د دې حکم وروسته د لاهور کینګ اېډورډ میډیکل پوهنتون د سپتمبر پر اوومه ۲۲ افغان زده کوونکو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی دی چې د پي اېم ډي سي د لارښوونو له مخې اړوندې چارې بشپړې کړي. په دغو کسانو کې د طب د بېلابېلو کالجونو زده کوونکي او دوه تازه فارغ شوي کسان شامل دي.

 

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د دغو زده کوونکو امتحانونه، بشپړې شوې زده کړې او ډګریانې به څه ډول اغېزمنېږي. په ځانګړي ډول هغه زده کوونکي چې د طب وروستي کال ته رسېدلي، د خپل تعلیمي راتلونکي په اړه له ناڅرګند حالت سره مخ دي.

 

پي اېم ډي سي په خپل مکتوب کې دا پرېکړه د حکومتي تګلارې له لارښوونو سره تړلې ده، خو په عامه توګه یې د دې محدودیت بشپړ دلیل نه دی ویلی. دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې ده چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اړیکې د ټي ټي پي، پولې، امنیت او نورو مسئلو پر سر له کړکېچ سره مخ دي.

 

خو پي اېم ډي سي په خپل حکم کې په ښکاره نه دي ویلي چې د افغان زده کوونکو په اړه دا پرېکړه له دغو سیاسي او امنیتي اختلافونو سره تړاو لري. د افغان زده کوونکو لپاره دا پرېکړه ځکه مهمه ده چې یو شمېر یې له کلونو راهیسې په پاکستان کې د طب زده کړې کوي او ځینې یې د فراغت وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي.