کراچۍ : د سیند هایکورټ د پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل هغه حکم په موقتي ډول ځنډولی چې له مخې یې ۳۴ افغان طبي زده‌زکوونکي د زده‌ کړو له بشپړولو مخکې افغانستان ته ستنېدل.

 

عدالت ،د سپتمبر په ۱۴مه، ویلي دي، چې د دغو زده‌ کوونکو پر ضد دې د سپتمبر تر ۲۹مې هېڅ جبري ګام نه اخیستل کېږي او هغوي کولی شي تر راتلونکې عدالتي اورېدنې پورې په خپلو تعلیمي ادارو کې زده‌ کړو ته دوام ورکړي.

 

په عریضه کوونکو کې درې د ډاو میډیکل کالج د اېم‌ بي‌ بي‌ اېس د وروستي کال زده‌ کوونکي او ۳۱ نور افغان زده‌ کوونکي شامل دي چې په ډاو، جناح پوسټ ګرېجویټ میډیکل سنټر او د کراچۍ په نورو طبي ادارو کي زده‌ کړې کوي.

 

د ډاو میډیکل کالج په دریو عریضه کوونکو کې دوه نجونې دي. هغوي عدالت ته ویلي دي چې د طب زده‌ کړې یې وروستي پړاو ته رسېدلې او که افغانستان ته بېرته ستنې شي، د طالبانو له خوا د ښځو پر لوړو زده‌ کړو د بندیز له امله به ونه شي کولی خپلې زده‌ کړې بشپړې کړي.

 

د افغانستان په کراچۍ کې قونسل جنرل سید عبدالجبار تشکري ویلي، افغان زده‌ کوونکو د سیند هایکورټ د حکم کاپي ترلاسه کړې او د عدالتي حکم له مخې اوس په خپلو اوسنیو تعلیمي ادارو کې پاتې کېدی شي.

 

دا عدالتي حکم وروسته له هغې شوی چې د پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل افغان طبي زده‌ کوونکو ته د بېرته ستنېدو په اړه لارښوونې کړې وې. دغې پرېکړې د افغان زده‌ کوونکو، په ځانګړي ډول د هغو نجونو د راتلونکي په اړه اندېښنې پیدا کړې وې چې په پاکستان کې د طب زده‌ کړې کوي.

 

د پاکستان خارجه دفتر هم د سپتمبر په دویمه اوونۍ کې ویلي وو، هغه افغان زده‌ کوونکي چې قانوني ویزې لري او د پاکستان په تعلیمي ادارو کې یې داخله معتبره ده، د خپلو زده‌ کړو د بشپړولو اجازه به ولري.

 

د سیند هایکورټ موقتي حکم یوازې د دغو ۳۴ عریضه کوونکو لپاره دی او د قضیې وروستۍ فیصله لا نه ده شوې. عدالت د قضیې راتلونکې اورېدنه د سپتمبر ۲۹مې ته ټاکلې ده.