واشنګټن : د امریکا پوځ د سعودي عرب د ځواکونو د مرستې لپاره ځانګړې کاري ډله جوړه کړې چې له سعودي ځواکونو سره استخباراتي معلومات شریکوي او د پوځي پلانونو په جوړولو کې ورسره مرسته کوي.
یو امریکايي چارواکي د سپتمبر پر ۱۵مه ویلي دي، چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ دا ډله د سعودي ځواکونو سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او پوځي پلان جوړونې د مرستې د زیاتولو لپاره جوړه کړې ده.
چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي چې د امریکا مرکزي قومانداني له سعودي عرب سره د سیمې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې خپلې پوځي اړیکې ټینګې ساتي.
دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې د یمن حوثیانو پر سعودي عرب خپل بریدونه زیات کړي او د سره سمندر پر غاړه یې په یمن کې ځینې مهمې سیمې نیولې دي.
په وروستیو ورځو کې سعودي عرب له واشنګټنه د حوثیانو پر ضد د لا زیاتې پوځي مرستې غوښتنه کړې ده. امریکايي سرچینو ویلي چې واشنګټن تر اوسه د حوثیانو پر ضد د مستقیمو امریکايي پوځي عملیاتو ژمنه نه ده کړې، خو سعودي ته یې د استخباراتي معلوماتو او د هدفونو د ټاکلو په برخه کې مرسته زیاته کړې ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر اډمرل ،براډ کوپر، هم په وروستیو ورځو کې سعودي عرب ته تللی و او له سعودي چارواکو سره یې د روان امنیتي حالت په اړه خبرې کړې وې.
د ځانګړې کاري ډلې جوړېدل ښيي چې امریکا د حوثیانو پر ضد په جګړه کې د خپلو ځواکونو د مستقیم ګډون پر ځای، دا مهال له سعودي سره استخباراتي معلومات او د پوځي پلان جوړونې مرسته زیاتوي.


شال نیوز