نیویارک / ریاض : نیویارک ټایمز وايي، چې سعودي عرب د حوثیانو د بریدونو، د تېلو د صادراتو پر لارو د زیاتېدونکي فشار او د امریکا له خوا د مستقیم پوځي اقدام د نه منلو له امله له سخت حالت سره مخ شوی دی.
د راپور له مخې، سعودي ولي عهد ،محمد بن سلمان، د امریکا له ولسمشر ،ډونلډ ټرمپ، سره دوه ځله خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي چې امریکا د یمن د حوثیانو پر ضد پوځي بریدونه وکړي، خو ټرمپ دا غوښتنه نه ده منلې.
امریکا بیا هم سعودي عرب ته استخباراتي مالومات ورکوي او د پوځي هدفونو په پېژندلو کې ورسره مرسته کوي، خو واشنګټن دا مهال نه غواړي چې امریکايي ځواکونه د حوثیانو پر ضد مستقیمه جګړه پېل کړي.
دا په داسې وخت کې ده چې حوثیانو د یمن د سره سمندر پر غاړه پوځي پرمختګ کړی، المخا بندر یې نیولی او د حنیش او زقر ټاپوګانو پر لور یې خپل کنټرول پراخ کړی دی.
د دغو سیمو نیول حوثیانو ته د باب المندب تنګي ته نږدې زیات واک ورکوي. باب المندب د سره سمندر او عدن خلیج ترمنځ د بېړیو یوه مهمه لار ده چې د نړیوالې سوداګرۍ او د تېلو د لېږد لویه برخه ترې تېرېږي.
حوثیانو د سعودي د تېلو پر لېږد د بندیز خبرداری هم ورکړی دی. سعودي ته دا ګواښ ځکه نور هم مهم شوی چې د ایران د جګړې له امله د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد له ستونزو سره مخ شوی او د سره سمندر لار ورته ډېره مهمه شوې ده.
په وروستیو بریدونو کې د سعودي د تېلو یوه مهمه نللیکه هم زیانمنه شوې ده. اې پي د سیمه ییزو چارواکو له قوله وايي، چې د نل لیکې زیانمنه شوې برخه به د ترمیم لپاره څو اوونۍ تر ډېره له کاره وتلې وي.
نیویارک ټایمز وايي، په تېرو دوو اوونیو کې سعودي عرب له بېلابېلو خواوو د ایران د متحدو وسله والو ډلو له بریدونو سره مخ شوی دی. د اګست په پای کې په هرمز تنګي کې د سعودي د تېلو یو ټانکر هم ویشتل شوی و چې دوه کسان پکې وژل شوي وو.
سعودي عرب نه غواړي د حوثیانو پر ضد یوازې بله پراخه جګړه پېل کړي. ریاض له ۲۰۱۵م کال وروسته په یمن کې د حوثیانو پر ضد کلونه جګړه وکړه، خو ونه توانېد چې هغوي له واکه لرې کړي. جګړې سعودي ته درانه مالي او سیاسي زیانونه هم واړول.
له ۲۰۲۲م کال وروسته سعودي هڅه کوله چې له حوثیانو سره د خبرو له لارې پر خپلې سویلي پولې جګړه کمه کړي، خو وروستیو بریدونو او د حوثیانو پوځي پرمختګ دا تګلاره له سختې ازموینې سره مخ کړې ده.
د امریکا پخواني سفیر ،مایکل راټني، نیویارک ټایمز ته ویلي دي، چې سعودي چارواکي له اوسني حالت سخت ناهیلي دي او دا د ریاض لپاره له تر ټولو بدو ممکنو حالاتو څخه یو دی.
د راپور له مخې، سعودي له ایران سره د خبرو هڅه هم کړې ده. ټاکل شوې وه چې د ایران، سعودي عرب او یو شمېر نورو خلیجي هېوادونو چارواکي خبرې وکړي، خو غونډه وځنډول شوه او د دواړو خواوو ترمنځ اختلافونه لا هم ژور دي.
کارپوهان وايي، که امریکا د حوثیانو پر ضد مستقیمې جګړې ته نه داخلیږي، سعودي ښيي د پوځي لارې پر ځای یو ځل بیا د ایران، د سیمې د نورو هېوادونو او ممکن چین له لارې د خبرو هڅې زیاتې کړي.
په همدې حال کې محمد بن سلمان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر اډمیرل براډ کوپر سره هم خبرې کړې دي. امریکا په سیمه کې لسګونه زره سرتېري لري، خو د ایران له روانې جګړې سره په یو وخت د یمن د بلې جګړې پېلول د واشنګټن لپاره یو بل لوي پوځي بار جوړولی شي.


مجید بابر