واشنګټن / کابل : د امریکا خارجه وزارت ویلي، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره وروستۍ لیدنې د امریکا د حکومت د استازي په توګه نه، بلکې په شخصي حیثیت کړې دي. د خارجه وزارت یو ویاند ،د سپتمبر په ۸مه، افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، خلیلزاد اوس د امریکا د حکومت کارکوونکی نه دی او فعالیتونه یې د واشنګټن رسمي دریځ نه څرګندوي.

 

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې خلیلزاد کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل. د طالبانو د معلوماتو له مخې، خلیلزاد د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د افغانستان او امریکا پر اړیکو، اقتصادي چارو او د بهرنیو کمپنیو پر پانګونې خبرې کړې دي.

 

افغانستان : زلمي خلیلزاد په کابل کې له ملا عبدالغني برادر سره کتلي؛ د بهرنیو شرکتونو پر پانګونې خبرې شوې
افغانستان : زلمي خلیلزاد په کابل کې له ملا عبدالغني برادر سره کتلي؛ د بهرنیو شرکتونو پر پانګونې خبرې شوې
متقي او خلیلزاد د افغانستان او امریکا پر اړیکو خبرې کړې
متقي او خلیلزاد د افغانستان او امریکا پر اړیکو خبرې کړې
سعودي شرکت د افغانستان د تېلو او ګازو په برخه کې ۲۰۰ میلیونه ډالره لومړنۍ پانګونه کوي
سعودي شرکت د افغانستان د تېلو او ګازو په برخه کې ۲۰۰ میلیونه ډالره لومړنۍ پانګونه کوي

 

خلیلزاد په کابل کي د سعودي عربستان د ډیلټا انرجي انټرنېشنل کمپنۍ او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د تېلو او ګازو د تړون د لاسلیک په مراسمو کي هم ګډون کړی و. هغه په دغو مراسمو کي تړون مهم پرمختګ بللی او ویلي یې وو چې په افغانستان کي د بهرنیو پانګونو لپاره فرصتونه شته.

 

د خلیلزاد د سفر اقتصادي او کاروباري اړخ هم د پام وړ دی، خو تر اوسه داسې رسمي معلومات نه دي خپاره شوي چې وښيي هغه د کومې کمپنۍ د رسمي استازي یا سوداګریز شریک په توګه له طالبانو سره لیدلي دي. د امریکا خارجه وزارت ټینګار کړی چې خلیلزاد په شخصي حیثیت فعالیت کوي او د هغه لیدنې او څرګندونې د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه ګڼل کېږي.