کابل : د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ،مولوي امیر خان متقي، په کابل کې د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ،د سپتمبر په ۵مه، ویلي دي، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، په بېلابېلو برخو کې پر شته فرصتونو او د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر هغو موضوعاتو خبرې شوې چې د دواړو خواوو د اړیکو په پراخېدو کې مرسته کولای شي.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، متقي په افغانستان کې د امنیت، ثبات، اقتصادي پرمختګ او پر ځان بسیا کېدو په برخو کې د پرمختګونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال موجود دی.

 

زلمي خلیلزاد هم په افغانستان کې د امنیت او ثبات او د بیارغونې په برخو کې د پرمختګونو ستاینه کړې او هیله یې ښودلې چې افغانستان به د اقتصادي ودې، سوکالۍ او پر ځان بسیا کېدو په برخو کې نور پرمختګ هم وکړي.

 

مجاهد : افغانستان له امریکا سره ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري
مجاهد : افغانستان له امریکا سره ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري
افغانستان : طالبانو له امریکا د کابل سفارت د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې
افغانستان : طالبانو له امریکا د کابل سفارت د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې
امریکا د طالبانو د اړیکو غوښتنه ردکړې؛ وايي کابل د عادي اړیکو شرایط نه دي پوره کړي
امریکا د طالبانو د اړیکو غوښتنه ردکړې؛ وايي کابل د عادي اړیکو شرایط نه دي پوره کړي

 

خلیلزاد د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او د دواړو خواوو ترمنځ د مثبتو اړیکو په اړه هم خپل نظرونه شریک کړي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه د کتنې د دقیق وخت او د بحث شوو موضوعاتو نور تفصیل نه دی خپور کړی.

 

زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی دی او تر دې وړاندې یې هم له طالب چارواکو سره په کابل او بهر کې کتنې کړې دي. په تېرو کتنو کې د افغانستان او امریکا اړیکې، بندیان، قونسلۍ چارې او د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو دوام مهم موضوعات وو.