کابل : د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سعودي عربستان له «ډیلټا انټرنیشنل» شرکت سره د هرات او بادغیس ترمنځ د کشک ـ تېرپل د تېلو او ګازو په حوزه کې د لټون او استخراج تړون لاسلیک کړی دی. دغه تړون د سپتمبر پر ۷مه په کابل کې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په موجودیت کې لاسلیک شو.
د طالبانو د چارواکو په وینا، سعودي شرکت به په لومړي پړاو کې د تېلو او ګازو د لټون او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي. د تړون موده ۲۵ کاله ده، چې لومړي اته کاله به یې د تېلو او ګازو د لټون او ارزونې پړاو وي.
د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د افغانستان بانک سرپرست نوراحمد اغا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د سعودي شرکت اجراییوي مشر شاهر التقي او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم حاضر وو.
د سعودي شرکت د معلوماتو له مخې، د کشک ـ تېرپل د تېلو او ګازو د قرارداد ساحه شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ مربع کیلومتره پراخوالی لري او په ۱۱ بلاکونو وېشل شوې ده.
شرکت وايي، چې په دې سیمه کې به ځمک پوهنیزې او تخنیکي څېړنې، زلزله سنجي، اکتشافي برمې او د تېلو او ګازو د زېرمو ارزونه کوي، څو معلومه کړي چې په سیمه کې څومره تېل او ګاز شته او ایا په سوداګریزه کچه یې استخراج ممکن دی او که نه.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت بیا د قرارداد ساحه شاوخوا ۲۲ زره مربع کیلومتره ښودلې ده. تر اوسه د دواړو لورو له خوا د دغو دوو ارقامو د توپیر په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی. د هوکړې بله برخه په هرات کې د طبیعي ګاز د استعمال د امکاناتو ارزونه ده.
د سعودي شرکت په وینا، په دې ارزونه کې به د هرات صنعتي ښارګوټي، هرات ښار او نورو منظور شویو سیمو ته د ګاز رسولو امکانات وڅېړل شي. دغه ګاز به د صنعت، برېښنا تولید او د انرژۍ په نورو برخو کې د استعمال لپاره وارزول شي.
د هوکړو په لړ کې د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره اوږدې ګاز نل لیکې د جوړېدو د امکان ارزونه هم شامله ده. سعودي شرکت دغه احتمالي پروژه «سنټ ګاز ـ د سوکالۍ دهلېز» نومولې ده. د شرکت د معلوماتو له مخې، د نل لیکې اټکلي مسیر به د هرات د ګذرې له سیمې څخه د کندهار تر سپین بولدک پورې غځېږي.
دا نل لیکه لا د جوړېدو پړاو ته نه ده رسېدلې، بلکې اوس مهال یې د جوړېدو تخنیکي او اقتصادي امکانات ارزول کېږي. شرکت اټکل کړی چې که دغه نل لیکه جوړه شي، شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو پانګونې ته به اړتیا ولري.
خو د دې پروژې عملي کېدل د کافي ګازو د زېرمو په موندل کېدو، تخنیکي او اقتصادي ارزونو، د پیسو برابرېدو، اړینو اجازو او د پانګونې وروستۍ پرېکړې پورې تړلي دي. د سعودي شرکت په خپرو شویو معلوماتو کې په افغانستان کې د انرژۍ د پراخ پروګرام لپاره دوه بېلابېل ارقام هم یاد شوي دي.
په یوه برخه کې د ۲۵ کلونو په موده کې د شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالرو احتمالي پانګونې یادونه شوې، خو په بله برخه کې بیا د لسو کلونو په موده کې د شاوخوا ۶۰ میلیارد ډالرو احتمالي پانګونې خبره شوې ده.
شرکت تر اوسه د دغو دوو ارقامو او بېلابېلو مودو ترمنځ توپیر نه دی روښانه کړی. له همدې امله ۵۰ یا ۶۰ میلیارد ډالره د اوسني تړون قطعي پانګونه نه ده. هغه روښانه رقم چې افغان چارواکو د لومړي پړاو لپاره اعلان کړی، ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالره دی.
د ۱۰، ۵۰ او ۶۰ میلیارد ډالرو یاد شوي ارقام د راتلونکو احتمالي پروژو، د تېلو او ګازو د زېرمو د ثابتېدو، د نل لیکو د جوړېدو، د پیسو برابرېدو او د پانګونې د وروستیو پرېکړو پورې تړلي اټکلونه دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري دغه هوکړې د افغانستان د تېلو او ګازو د سرچینو د پراختیا لپاره مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې دا همکاري د انرژۍ د اړتیاوو په پوره کولو او د اقتصادي فعالیتونو په پراخېدو کې مرسته کولی شي.
د سعودي شرکت چارواکي وايي، چې لومړی به د تېلو او ګازو لټون او تخنیکي ارزونې ترسره کړي او د لویو پروژو په اړه به وروستۍ پرېکړې وروسته له هغې کېږي چې د تېلو او ګازو د زېرمو اندازه او د استخراج امکانات یې معلوم شي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کړی و. خلیلزاد تر دې وړاندې له ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي وو چې د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یو شمېر شرکتونه په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو د لټون او استخراج په برخه کې، پانګونې ته لېواله دي.
د کشک ـ تېرپل د تېلو او ګازو د لټون پایلې به په راتلونکو کلونو کې روښانه کړي چې په دې سیمه کې د تېلو او ګازو زېرمې څومره دي او په سوداګریزه کچه یې استخراج ممکن دی او که نه. تر هغو د میلیاردونو ډالرو د لویو پروژو یاد شوي ارقام احتمالي اټکلونه دي او د قطعي پانګونې په توګه نه شي وړاندې کېدی.


شال نیوز