کابل : د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ،زلمي خلیلزاد، نن، د سپتمبر پر ۷مه، په کابل کې د طالبانو د حکومت له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د ملا برادر دفتر وايي، چې په دې کتنه کې د سیمې پر وضعیت، په افغانستان کې د حکومتولۍ او بنسټیزو پروژو پر پرمختګ او په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې دي.
د خپاره شوي بیان له مخې، زلمي خلیلزاد ویلي دي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او د بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
خلیلزاد ویلي دي، چې د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یو شمېر شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي. د هغه په وینا، دغه شرکتونه په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو د لټون او را ایستلو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.
ملا عبدالغني برادر د دغو شرکتونو د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړې او د پانګونې په برخه کې ورسره د همکارۍ لپاره چمتو دی.
تر اوسه د یادو شرکتونو نومونه او د احتمالي پانګونې د اندازې او وخت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز