کوهاټ (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف لانګ مارچ د کوهاټ لاچي سیمه کې شپه تیره کړې او ټاکل شوې چې نن ،د اکتوبر پر شپږمه، د ماسپښین په درې بجې د کوهاټ پوهنتون له چوک څخه د پېښور پر لور روان شي.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي په لاچي کې د مارچ ګډونوالو ته ویلي چې قافله به د پېښور پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي. د اعلان شوي پلان له مخې، د کوهاټ، هنګو، کرمې او اورکزیو قافلې به هم ورسره یوځای شي.
ټاکل شوې چې د مارچ ګډونوال شپه د پېښور په متنو سیمه کې تېره کړي او د اکتوبر پر اوومه له بډه بېر څخه خپل سفر بیا پېل کړي.
د پلان له مخې، د خیبر ضلعې ګډونوال به په بډه بېره کې له مارچ سره یوځای شي، په داسې حال کې چې د پېښور د نورو سیمو قافلې به د کوهاټ روډ پر پل او د موټروې په ټال پلازه کې ورسره یوځای شي.
د اکتوبر پر اوومه به د شپې تمځای د چارسدې انټرچینج ته نږدې وي.
سهیل اپریدي ویلي چې د اکتوبر پر اتمه به د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو قافلې په خیراباد کې راټولېږي او د مارچ د بل پړاو پلان به هلته اعلانېږي.
تر اوسه د کوهاټ له پوهنتون چوک څخه قافله نه ده خوځېدلې؛ نو د ګډونوالو کره شمېر او دا چې مارچ به په اعلان شوي وخت روان شي که نه، د حرکت له پیلېدو وروسته به روښانه شي.


شال نیوز