پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په ګڼو ضلعو کي د اکتوبر پر شپږمه سخت باران، تېزو بادونو او ږلۍ فصلونو، باغونو او نورو شتمنیو ته زیان رسولی او په ځینو سیمو کي یې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.
په نوښار کي د شال نیوز خبریال ،سید ندیم مشواڼي، د راپور له مخې د ضلعې په یو شمېر سیمو کي خلکو ته زیانونه اوختي دي. ځايي او پېسکو سرچینې وايي، د سخت باران، تېزې هوا او ږلۍ له امله په بېلابېلو سیمو کي دېوالونه او ګڼې ونې راپرېوتې دي چې د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان پکي ژوبل شوي دي.
په شیدو سیمه کي تېزې هوا او سخت باران لویې ونې پر سړکونو راپرې ایستلې دي. د خلکو د کورونو سولر سیسټمونو ته هم زیان رسېدلی او د بجلي یو شمېر ستنې راپرېوتې دي.
په نوښار، چراټ سیمنټ فیکټرۍ، جبه تر او صالح خانه سیمو کي سخت باران او ږلۍ شوې ده. په ځینو سیمو کي د باران اوبه کورونو او لارو ته ننوتې او برساتی نالې ډکې شوې دي، چې له امله یې د ځینو سیمو ترمنځ لارې هم پرې شوې دي.
پېسکو وايي، د سخت باران له امله د نوښار ټول ګریډونه ټرېپ شوي او د ضلعې په پراخو سیمو کي بجلي پرې شوې ده. د موټروې پولیس او ځايي خلک له سړکونو د راپرېوتو ونو په لرې کولو بوخت دي. تر اوسه د ژوبلو کسانو د حالت او د مالي زیان بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.
په ملاکنډ ضلعه کي د درګۍ تحصیل او شاوخوا سیمو کي هم سخته ږلۍ شوې ده. تازه راپورونه وايي، په ځینو ځایونو کي ږلۍ دومره غټه وه چې د ولاړو موټرو ښیښې یې ماتې کړې دي.
له تخت بايي، کاټلنګ، شیرګړ، چکدرې، بټخېلې، بونیر، بر دیر او میدان څخه هم د باران او ږلۍ راپورونه ترلاسه شوي دي. ځايي معلومات د فصلونو، باغونو، موټرو او سولر تختو د زیان خبره کوي، خو د دغو سیمو د زیانونو بشپړې رسمي شمېرې لا نه دي خپرې شوې.
په کوز دیر او شاوخوا سیمو کي هم له تندر سره باران شوی دی. په پېښور او چارسده کي باران او تېز بادونه ثبت شوي او په ځینو سیمو کي ږلۍ هم شوې ده. په مردان کي د بالا ګړۍ په سیمه کي د یوې کوټې چت لوېدلی چې دوه ښځې پکي ټپي شوې دي. ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، دواړه ښځې تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته مردان مېډیکل کمپلېکس ته رسول شوې دي.
د پاکستان د موسمیاتو ادارې ویلي چې د لوېدیځې هوا څپه د اکتوبر تر اوومې د خېبر پښتونخوا پر ګڼو سیمو اغېز کولی شي. د ادارې له مخې په دیر، چترال، سوات، کوهستان، شانګله، بټګرام، مانسهره، ایبټاباد، هریپور، بونیر، ملاکنډ، باجوړ، مومندو، کوهاټ، پېښور، چارسده، نوښار، مردان، صوابۍ، خېبر، اورکزو، کرمه، هنګو، لکي مروت، کرک، بنو، ډېره اسماعیل خان او وزیرستان کي د باران، تندر، تېزو بادونو او په ځینو ځایونو کي د ږلۍ امکان شته.
د موسمیاتو ادارې خبرداری ورکړی چې تېز بادونه، ږلۍ او تندر کمزورو کورونو، دېوالونو، د بجلي ستنو، موټرو او سولر تختو ته زیان رسولی شي. کروندګرو ته هم ویل شوي چې د موسم حالت ته په کتو د خپلو فصلونو د ساتنې لپاره احتیاط وکړي.
د سېلابونو د څار ادارې د اکتوبر پر پنځمه ویلي وو چې د کابل سیند په ګډون لوی سیندونه په عادي کچه روان دي. ادارې د نوښار، مردان، چارسدې، صوابۍ، پېښور، باجوړ، بونیر او ملاکنډ لپاره د باران او تندر اټکل کړی و.
تر اوسه د خېبر پښتونخوا په کچه د باران، بادونو او ږلۍ له امله د ټولو زیانونو یوه ګډه رسمي شمېره نه ده خپره شوې. له بېلابېلو ضلعو د زیانونو معلومات لا راټولېږي.


ندیم مشواني