رستم (شال نیوز) : د مردان د رستم په باغ جبران سیمه کې یو موټر له سړک څخه وتلی او ژورې کندې ته لوېدلی چې له امله یې یو کس مړ او بل سخت ټپي شوی دی.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته یې ژغورونکې ډله سیمې ته ورسېده او مړی او ټپي یې د رستم ټایپ ډي روغتون ته ولېږدول.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، په پېښه کې مړ شوی کس ۶۵ کلن فایز نومېږي او د شانګلې اوسېدونکی و. ټپي شوی کس ۴۷ کلن ګل شهاب‌الدین د بونېر د ډګر اوسېدونکی دی.

 

د پېښې لومړني معلومات ښيي چې موټر له کنټروله وتلی او له سړک څخه لاندې لوېدلی دی.