پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي ویلي، د صوبې د امن او امنیت په اړه به د اسمبلۍ د ځانګړې کمېټۍ بله غونډه راوبولي.
هغه ویلي، هڅه کوي چې اړوند حکومتي او امنیتي ادارې له سیاسي مشرانو سره پر یوه مېز کښېني او د صوبې د روان امنیتي حالت په اړه خپل معلومات او دریځونه وړاندې کړي.
بابر سلیم سواتي ویلي، د کمېټۍ په تېره غونډه کي د صوبې پولیس مشر، د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي، چیف سیکرټري، هوم ډیپارټمنټ او نورو اړوندو ادارو پارلماني مشرانو ته د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي وو.
د هغه په وینا، کمېټي به اوس د ترلاسه شویو معلوماتو او حقایقو پر بنسټ خپل دریځ وړاندې کوي او د اړوندو ادارو نظرونه به هم اوري. سواتي نه دي ویلي چې د ځانګړې کمېټۍ بله غونډه به په کومه نېټه کېږي.


شال نیوز