ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : د ډېره اسماعیل خان په دوو جلا وسله والو بریدونو کي د درېیو سرکاري کارکوونکو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او دوه پولیس ژوبل شوي دي.

 

پولیس وايي، لومړۍ پېښه د صدر تاڼې په حدودو کي پر بای پاس شوې، چې نامعلومو وسله والو د هایوې پولیسو پر ګاډي ډزې کړې دي.

 

په ډزو کي د پولیسو د ګاډي ډرېور وژل شوی، په داسې حال کي چې د هایوې پولیسو د موبایل انچارج سبحان او یو بل پولیس ژوبل شوي دي.

 

دویم برید د یونیورسټۍ تاڼې په حدودو کي ابهایه والا پُل ته نږدې پر بهټي پټرول پمپ شوی، چې هلته د پاکستان د فیډرل بورډ اف رېونیو، ایف بي آر، کارکوونکي موجود وو.

 

چارواکي وايي، وسله والو پر هغوی ډزې کړې چې په نتیجه کي د ایف بي آر دوه کارکوونکي او دوه عام کسان وژل شوي دي.

 

تر دواړو پېښو وروسته پولیسو او نورو امنیتي ادارو سیمې کلابندې کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې لټون پیل کړی دی. تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی او پولیس وايي، د پېښو په اړه پلټنې روانې دي.