صنعا / ریاض (شال نیوز) : د یمن حوثي وسله والو ویلي، په سعودي عرب کې یې په درېیو جلا عملیاتو کې هوايي ډګرونه، د تېلو یوه تصفیه خانه او پوځي ځایونه په بالستیک او کروز میزایلو او ډرونونو په نښه کړي دي.

 

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، په لومړي عملیات کې د ریاض ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په نښه شوی دی. هغه ویلي، برید هدف ته رسېدلی او هوايي تګ راتګ یې ګډوډ کړی، خو سعودي چارواکو تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې.

 

سریع ویلي، په دویم عملیات کې د مکې په سیمه رابغ کې د سعودي ارامکو د تېلو تصفیه خانه په نښه شوې ده. حوثیان وايي، له برید وروسته په تصفیه خانه کې اور لګېدلی، خو دا خبره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

 

د حوثیانو د پوځي ویاند په وینا، په درېیم عملیات کې د ابها هوايي ډګر، د خمیس مشیط پوځي اډه او په عسیر کې د «عکفه» پوځي کمپ په نښه شوي دي. حوثیانو ویلي، په نجران او جازان کې یې هم یو شمېر نور ځایونه په نښه کړي، خو د احتمالي زیانونو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

 

یمن کې د سعودي عملیات؛ د امریکا د پوځي مرستې نوي جزئیات خپاره شول
یمن کې د سعودي عملیات؛ د امریکا د پوځي مرستې نوي جزئیات خپاره شول
سعودي عرب، پاکستان او ترکیه د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره ځواکونه ځای پر ځای کوي
سعودي عرب، پاکستان او ترکیه د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره ځواکونه ځای پر ځای کوي

 

یحیی سریع ویلي، دا بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر صنعا، الجوف، تعز، حجه، صعده او مأرب د سعودي د هوايي او میزایلي بریدونو په ځواب کې شوي دي. د هغه په وینا، په دې موده کې پر دغو سیمو ۶۰ بریدونه شوي دي.

 

د حوثیانو له خوا د ورکړل شویو شمېرو او په سعودي عرب کې د بریدونو د پایلو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی. سعودي چارواکو هم د حوثیانو د دغو څرګندونو په اړه سمدستي تفصیلي معلومات نه دي خپاره کړي.