باړه (شال نیوز) : په باړه کي د سخت باران له امله د تیرا د بې‌ځایه شویو خلکو احتجاجي کېمپ ړنګ شوی، چې له امله یې سلګونه کسان تر شنه اسمان لاندې پاتې شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

د تحریک متاثرین تیرا غړي وايي، پرله‌پسې باران د احتجاجي کېمپ خېمې غورځولې او هلته د اوسېدونکو خلکو خوراکي توکي او نور سامانونه هم لمد شوي او خراب شوي دي.

 

د تحریک په وینا، په کېمپ کي له وړاندې سلګونه بې‌ځایه شوي کسان له خپلو کورنیو سره اوسېدل، خو د سخت باران او خرابې هوا له امله یې ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي.

 

خیبر پښتونخوا کې سخت باران او ږلۍ؛ فصلونو، باغونو، موټرو، ودانیو او سولر تختو ته زیان
خیبر پښتونخوا کې سخت باران او ږلۍ؛ فصلونو، باغونو، موټرو، ودانیو او سولر تختو ته زیان

 

د تیرا بې‌ځایه شوي خلک له حکومته غواړي چې د دوی د بېرته ستنېدو رسمي نوټیفیکېشن ژر تر ژره جاري کړي او خلکو ته په څرګنده ووايي چې کورونو ته به یې ستنېدل کله او څنګه پیلېږي.

 

تحریک متاثرین تیرا وايي، بې‌ځایه شوې کورنۍ له اوږدې مودې راهیسې په نامعلوم حالت کي دي او نور د انتظار او سختو حالاتو توان نه لري.

 

دوی له صوبايي حکومته غوښتي چې د بې‌ځایه شویو خلکو د خوندي او منظمې ستنېدا لپاره سمدستي ګامونه واخلي او د ستنېدو بشپړ پلان له خلکو سره شریک کړي.