اسلام اباد (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د اکتوبر پر شپږمه اسلاماباد ته رسېدلی او پاکستان ته یې درې ورځنی رسمي سفر پیل کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سرپرست خارجه سیکرټري نبیل منیر په هوايي ډګر کې د ګوتېرش هرکلی کړی دی. نوموړی د نائب وزیراعظم او خارجه وزیر اسحاق ډار په بلنه پاکستان ته تللی دی.
ټاکل شوې ده چې ګوتېرش د سفر پر مهال له ولسمشر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف، نائب وزیراعظم او خارجه وزیر اسحاق ډار او د پوځ مشر او چیف اف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل عاصم منیر سره وګوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو لیدنو کې به پر سیمهییزو او نړیوالو حالاتو خبرې کېږي. پاکستان به له ملګرو ملتونو سره خپلې همکارۍ او د نړیوال امن او امنیت په برخه کې خپلې هڅې هم له ګوتېرش سره شریکې کړي.
ګوتېرش به په اسلاماباد کې د هند او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو ډلې، یو این ایم او جي پي، مرکز ته هم ورځي. هغه به د قدرتي افتونو د مخنیوي په ملي اداره، این ډي ایم اې، کې په یوه غونډه کې ګډون کوي، چې د افتونو پر وړاندې د پاکستان د چمتووالي او د خبرداري د نظام په اړه به معلومات ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر وايي، ګوتېرش تر دې مخکې په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته تللی و او د سېلاب ځپلو سیمو لیدنه یې کړې وه. د ګوتېرش اوسنی سفر د اکتوبر له شپږمې تر اتمې دوام کوي.


شال نیوز