کرمه (شال نیوز) : د کرمې ضلعې په منځنۍ کرمه کي د تور غر په سیمه کي پر یوه کور د مارټر ګولې لګېدو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي.

 

پولیس سرچینې وايي، د مارټر ګوله له نامعلوم لوري راغلې او په تور غر کي پر یوه کور لګېدلې ده. د پېښې له امله کور ته هم زیان رسېدلی دی.

 

پولیس وايي، دواړه ژوبل کسان د درملنې لپاره د سدې روغتون ته رسول شوي دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې د مارټر ګوله له کوم ځایه توغول شوې ده.