نیویارک : د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې پر امریکا د بریدونو پنځه ویشتم تلین د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ نمانځل کېږي. له دغو بریدونو نږدې پنځه ویشت کاله تېر شوي، خو اغېزې یې لا هم په امریکا، افغانستان، پاکستان او په ځانګړي ډول په پښتني سیمو کې ښکاره دي.

 

په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز د ړنګو شویو برجونو پر ځای اوس د قربانیانو یادګار ولاړ دی. د سپتمبر پر ۱۱مه به د وژل شویو کسانو کورنۍ یو ځل بیا هلته راټولېږي او د ۲۰۰۱م کال په بریدونو او د ۱۹۹۳م کال د نړیوال سوداګریز مرکز په بمي چاودنه کې د وژل شویو ۲۹۸۳ کسانو نومونه به لولي.

 

 

د نړیوال سوداګریز مرکز د ړنګو شویو برجونو پر ځای ولاړ د قربانیانو یادګار / ایسوشیټډ پریس

 

خو د نیویارک له دغه یادګاره زرګونه کیلومتره لرې، په افغانستان او د پاکستان په پښتني سیمو کې د سپتمبر ۱۱مې وروسته پېل شویو جګړو داسې نښې پرېښې دي چې یوه ربع پېړۍ وروسته هم نه دي ورکې شوې.

 

د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول. امریکا د دغو بریدونو پړه پر القاعده واچوله او په ځواب کې یې په افغانستان کې جګړه پېل کړه. وروسته دا جګړه او ورسره تړلې جګړې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځېدې.

 

د امریکا د براون پوهنتون د «جګړو لګښت» څېړنه وايي، چې له سپتمبر ۱۱مې وروسته په افغانستان، پاکستان، عراق، سوریه، یمن او نورو جګړو کې د مخامخ جګړو او تاوتریخوالي له امله تر ۹۴۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي. له دې ډلې تر ۴۳۲ زرو زیات ملکي کسان وو.

 

یوناما: د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۱ ترمنځ افغانستان کي نږدې ۴۰ زره ملکي وګړي وژل شوي
یوناما: د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۱ ترمنځ افغانستان کي نږدې ۴۰ زره ملکي وګړي وژل شوي

 

دغه څېړنه وايي، که هغه کسان هم وشمېرل شي چې د جګړو له امله د لوږې، ناروغیو، د روغتیايي خدمتونو د خرابېدو او نورو ستونزو له کبله مړه شوي دي، نو د سپتمبر ۱۱مې وروسته جګړو سره تړلې مړینه ښيي د ۴.۵ او ۴.۷ میلیونو ترمنځ وي.

 

افغانستان او پاکستان د دغو جګړو له سختو ځپل شویو هېوادونو څخه وو.

 

 

د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د جنګ ځپلو کډوالو کېمپ / ایسوشیټډ پریس

 

د براون پوهنتون د څېړنې له مخې، د افغانستان جګړې او ورسره تړلو عملیاتو په افغانستان او پاکستان کې شاوخوا ۲۴۳ زره کسان وژلي دي. په دې شمېر کې ملکي خلک، افغان او پاکستاني امنیتي کسان، وسله وال او بهرني پوځیان شامل دي. خو په دغو شمېرو کې دا نه دي ویل شوي چې د وژل شویو کسانو تعلق له کوم قام سره و.

 

په پاکستان کې پښتني سیاسي او ولسي غورځنګونه وايي چې د سپتمبر ۱۱مې وروسته جګړو تر ټولو دروند زیان پښتنو ته رسولی دی.

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتون قامي جرګې مشرانو په بېلابېلو وختونو کې ویلي دي چې په تېرو دوو لسیزو کې په جګړو، بمي چاودنو، وسله والو بریدونو او پوځي عملیاتو کې له ۶۰ زرو زیات پښتانه وژل شوي دي. د ۲۰۲۴م کال په خیبر کې د پښتون قامي جرګې پر مهال د وژل شویو پښتنو شمېر تر دې هم لوړ ښودل شوی و.

 

 

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځیان / ایسوشیټډ پریس

 

خو دا د پاکستان د حکومت رسمي شمېر نه دی. حکومت تر اوسه د وژل شویو کسانو داسې بشپړ شمېر نه دی خپور کړی چې پکې پښتانه او نور قامونه جلا ښودل شوي وي. ځکه د پښتنو د مرګ ژوبلې دغه شمېرې باید د پښتون تحفظ موومنټ او پښتون قامي جرګې له قوله وبلل شي.

 

خو د پښتني سیمو کیسه یوازې د وژل شویو په شمېر نه ختمېږي.

 

له سویلي او شمالي وزیرستانه تر خیبر، باجوړ، مومندو، سوات او نورو سیمو پورې په بېلابېلو وختونو کې ګڼ خلک د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

 

 

د خیبر پښتونخوا ملیشا ځواک سرتېري په قبایلي سیمو کې د جنګ پر مهال چې تر شا یې جنګ ځپلې ویجاړې ودانۍ ښکاري / ایسوشیټډ پریس

 

کلي او ښارونه د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو میدانونه شول، کورونو او بازارونو ته زیان ورسېد، سکولونه وتړل شول او یو داسې نسل را لوي شو چې کرفیو، چیک پوسټونو، بمي چاودنو، وسله والو بریدونو او بې کورۍ یې د ژوند برخه وه. د دغو جګړو اغېزې اوس هم د پاکستان په پښتني سیمو کې پر امنیت، روزګار، تعلیم او ورځني ژوند لیدل کېږي.

 

د سپمبر ۱۱مې وروسته د امریکا لومړی لوي پوځي ګام په افغانستان کې پورته شو.

 

امریکا د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان بریدونه پېل کړل. واشنګټن ویل، چې هدف یې د القاعده ډلې ماتول او د طالبانو حکومت ختمول دي، ځکه اسامه بن لادن او د القاعده نور مشران په افغانستان کې اوسېدل.

 

 

د امریکا بمبار کوونکې الوتکه په افغانستان بمبار کوي / ایسوشیټډ پریس

 

طالبان په څو اوونیو کې له کابل او نورو لویو ښارونو ووتل، خو جګړه ختمه نه شوه.

 

امریکايي او د ناټو پوځیان شاوخوا شل کاله په افغانستان کې پاتې شول. په زرګونو میلیونه ډالر ولګېدل، نوی حکومت جوړ شو، انتخابات وشول، میلیونونه ماشومان سکولونو ته ولاړل، پوهنتونونه پراخ شول، نوې رسنۍ جوړې شوې او ښځو په تعلیم، کار، سیاست او عام ژوند کې پراخه برخه واخیسته.

 

خو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه طالبان بېرته کابل ته ننوتل او هغه جمهوري حکومت چې امریکا او ملګرو هېوادونو یې شل کاله ملاتړ کړی و، په څو ورځو کې ړنګ شو. امریکايي پوځیان د هماغه کال د اګست پر ۳۰مه له افغانستانه ووتل.

 

 

طالبان په ۲۰۲۱م کې د کابل ارګ ته د ننوتلو نه پس / ایسوشیټډ پریس

 

د جګړې د وروستیو ورځو تصویرونه د کابل پر هوايي ډګر د زرګونو خلکو ګڼې ګوڼې او له افغانستانه د وتلو هڅې وې چې د نړۍ پر ټلوېزیونونو خپرې شوې.

 

له هغې وروسته د افغان ښځو او نجونو ژوند تر ټولو ډېر بدل شو. طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته له سکولونو منع کړې، وروسته یې د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او د ښځو پر کار او عام ژوند یې ګڼ نور بندیزونه ولګول.

 

له همدې امله د سپتمبر ۱۱ پنځه ویشتم تلین د افغانستان لپاره یوازې د یوې اوږدې جګړې یاد نه دی. دا د هغو هیلو د بیا کتلو وخت هم دی چې له ۲۰۰۱م کال وروسته پیدا شوې وې، خو ډېرې یې نیمګړې پاتې شوې.

 

 

په ۲۰۲۱م کې د طالبانو د واک ته بیا رسېدو نه پس د ښځو وضیعت / ایسوشیټډ پریس

 

پوښتنه دا هم ده چې د شل کلنې جګړې په پای کې څه ترلاسه شول، څه له لاسه ووتل او افغانستان نن له کومو ستونزو سره مخ دی؟

 

د امریکا لپاره هم د سپتمبر ۱۱مې پوښتنې نه دي ختمې شوې.

 

ایا شل کلنې جګړې خپل هدفونه ترلاسه کړل؟ ایا د سپتمبر ۱۱مې وروسته په امنیتي ادارو کې شوي بدلونونه کامیاب وو؟ او امریکا اوس له نویو امنیتي خطرونو سره د مقابلې لپاره څومره تیاره ده؟

 

د طالبانو د واک پنځه کاله ؛ امنیت ښه شوی، خو اقتصاد، تعلیم او د ښځو ژوند له ژور بحران سره مخ دی
د طالبانو د واک پنځه کاله ؛ امنیت ښه شوی، خو اقتصاد، تعلیم او د ښځو ژوند له ژور بحران سره مخ دی

 

د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو کمېټۍ د اګست پر ۳۱مه، د پنځه ویشتم تلین نه وړاندې، یو ګډ راپور خپور کړی دی. دغه راپور د سپتمبر ۱۱مې وروسته د امریکا په امنیتي ادارو کې شوي بدلونونه ارزولي او د راتلونکو کلونو لپاره یې شل سپارښتنې کړې دي.

 

په سپارښتنو کې د مرکزي ادارو ترمنځ د معلوماتو ښه شریکول، له ایالتي او ځايي پولیسو سره نږدې کار، له شخصي کمپنیو سره همکاري، له عامو او پرانیستو سرچینو د معلوماتو ښه راټولول او د سایبري بریدونو، ډرونونو او نورو نویو خطرونو پر وړاندې تیاری شامل دی.

 

کمېټه وايي، چې له سپتمبر ۱۱مې وروسته بدلونونو د امریکا د امنیتي ادارو ترمنځ پخواني خنډونه تر ډېره ختم کړل او د یو بل ستر برید د مخنیوي توان یې زیات کړ، خو په تېرو دوو لسیزو کې نړۍ او امنیتي خطرونه بدل شوي دي.

 

 

د افغانستان په یو ښوونځي کې  په یو تش  ټولګي کې یوه ماشومه / ایسوشیټډ پریس

 

پنځه ویشت کاله وروسته د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو قانوني باب هم لا نه دی تړل شوی.

 

خالد شیخ محمد، چې امریکايي څارنوالان یې د دغو بریدونو د اصلي پلان جوړوونکو له ډلې بولي، او درې نور تورن کسان لا هم د کیوبا په ګوانتانامو بې کې ساتل کېږي. د امریکا یو پوځي قاضي د دوي د مقدمې لپاره د ۲۰۲۸ کال جون ټاکلی دی. که مقدمه په همدې وخت پېل شي، د سپتمبر ۱۱ له بریدونو به نږدې ۲۷ کاله تېر شوي وي.

 

د سپټمبر ۱۱ بریدونو د اصلي پلان جوړوونکي د مقدمې نېټه د ۲۰۲۸م کال لپاره وټاکل شوه
د سپټمبر ۱۱ بریدونو د اصلي پلان جوړوونکي د مقدمې نېټه د ۲۰۲۸م کال لپاره وټاکل شوه

 

د دې مقدمې پر وړاندې له کلونو راهیسې قانوني ستونزې ولاړې دي. په دغو ستونزو کې په پټو زندانونو کې له تورنو کسانو سره د سخت چلند، د هغوي د بیانونو د منلو او د ثبوتونو پر سر اختلافونه شامل دي. همدا اوږد ځنډ د قربانیانو د ځینو کورنیو لپاره دا پوښتنه پیدا کړې ده چې ایا دوي به کله هم د سپتمبر ۱۱مې د مقدمې وروستۍ فیصله وویني؟

 

د سپتمبر پر ۱۱مه به په نیویارک کې د پنځه ویشتم تلین په مراسمو کې یو بل مهم بدلون هم وشي. په تېرو ۲۴ کلونو کې د سپتمبر ۱۱مې د مراسمو پر مهال شپږ ځله چوپتیا کېده؛ د الوتکو د لګېدو، د دواړو برجونو د ړنګېدو، پر پنټاګون د برید او په پنسلوانیا کې د یونایټډ ۹۳ الوتکې د لوېدو د وختونو د یاد لپاره.

 

سږ کال به د لومړي ځل لپاره اوومه د چوپتیا شېبه هم وي.

 

 

د سپتمبر ۱۱مې یادګار / ایسوشیټډ پریس

 

دا به هغو اور وژونکو، پولیسو، ژغورونکو، مزدورانو او د نیویارک د سیمې نورو خلکو ته ځانګړې وي چې د سپتمبر ۱۱مې وروسته له زهري دوړو او نورو موادو سره د تماس له امله ناروغه شول او وروسته مړه شول. د سپتمبر ۱۱مې ملي یادګار او موزیم وايي، چې زرګونه کسان د دغو ناروغیو له امله مړه شوي او دا اوومه د چوپتیا شېبه به له دې وروسته هر کال د مراسمو برخه وي.

 

د یادګار اداره دا هم وايي چې نن شاوخوا سل میلیونه امریکایان دومره کم عمر لري چې د سپتمبر ۱۱مې پېښه په خپله نه شي یادولی. له همدې امله د پنځه ویشتم تلین یوه موخه دا هم ده چې د دې ورځې کیسه نوي نسل ته ورسول شي.

 

د سپتمبر ۱۱مې پنځه ویشتم تلین ځکه یوازې د امریکا د یوې غمجنې ورځې یاد نه دی. په نیویارک کې د قربانیانو نومونه لوستل کېږي او د هغو کسانو یاد هم کېږي چې کلونه وروسته د دغې ورځې له اغېزو مړه شول.

 

د پښتنو لپاره د بن لادن میراث؛ د تاریخ یو تریخ باب
د پښتنو لپاره د بن لادن میراث؛ د تاریخ یو تریخ باب

 

په افغانستان کې خلک د شل کلنې جګړې، د جمهوري حکومت د ړنګېدو او د هغو هیلو حساب کوي چې ډېرې یې نیمګړې پاتې شوې. د پاکستان په پښتني سیمو کې بیا د جګړو، پوځي عملیاتو، وسله والو بریدونو، کډوالۍ او د لسګونو زرو کسانو د مرګونو اغېزې لا هم محسوسېږي. او په واشنګټن کې چارواکي دا ارزوي چې د سپتمبر ۱۱ وروسته جوړې شوې امنیتي لارې د راتلونکو خطرونو لپاره څومره کار ورکولی شي.

 

پنځه ویشت کاله وروسته پوښتنه یوازې دا نه ده چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه څه وشول؛ پوښتنه دا هم ده چې له هغې ورځې وروسته په پنځه ویشتو کلونو کې څه وشول، چا یې تر ټولو دروند قیمت ورکړ او نړۍ ترې څه زده کړل؟