د امریکا یوه پوځي قاضي امر کړی چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د پلان جوړولو په تور خالد شیخ محمد او درې نور تورن کسان به د ۲۰۲۸م کال د جون له پنځمې په پوځي عدالت کي ورسره مقدمه اورېدل کېږي.
د امریکا د هوايي ځواک پوځي قاضي مایکل شراما د اګست پر ۲۶مه د مقدمې د اورېدنې نېټه وټاکله. د حکومت وکیلانو غوښتل چې مقدمه د ۲۰۲۷م کال په جنورۍ کي پیل شي، خو قاضي ویلي، د مقدمې تر اورېدو وړاندې د شواهدو او نورو قانوني اختلافونو د حل لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.
له خالد شیخ محمد سره ولید بن عطاش، مصطفی احمد الحوساوي او علي عبدالعزیز علي هم په دې مقدمه کي تورن دي. څلور واړه د کیوبا په ګوانتانامو زندان کي ساتل کېږي.
دا مقدمه له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د قانوني اختلافونو، د شواهدو د منلو او د سيآیاې په پټو زندانونو کي د تورنو د چلند په اړه د لانجو له امله ځنډېدلې ده.
خالد شیخ محمد او دوو نورو تورنو په ۲۰۲۴م کال کي له پوځي حکومتي وکیلانو سره داسې تړون کړی و چې د جرم د منلو په بدل کي به د پانسۍ له سزا ژغورل کېدل، خو د امریکا د هغه وخت د دفاع وزیر لوېډ اسټن دغه تړون بېرته لغوه کړ. د امریکا د اپیل یوه عدالت هم تېره میاشت د دغه تړون د عملي کېدو مخه ونیوله.
خالد شیخ محمد د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن له مهمو ملګرو ګڼل کېده. هغه د ۲۰۰۳م کال په مارچ کي په پاکستان کي نیول شوی او په ۲۰۰۶م کال کي ګوانتانامو ته انتقال شوی و.
د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر پر ۱۱مه په امریکا کي د القاعده په بریدونو کي نږدې درې زره کسان وژل شوي وو.


شال نیوز