د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د موندلو او وژلو داستان تل په پټو رازونو کې نغښتی و خو اوس رابرټ اونیل ،چې د امریکایي سمندري ځواکونو هغه غړی دی چا چې په ايبټ آباد کې د عملیاتو پر مهال بن لادن وژلی وو، یوه عجیبه کیسه ښکاره کړې ده.

 

هغه وایي چې د ۲۰۱۱ کال د مې په دویېمه نېټه ،کله چې دوي د ایبټ اباد نه بېرته د جلال اباد پوځي اډې ته راغلل، نو ده د سي آیي ای هغې تکړه شنونکې ته یې یوه ډېره ځانګړې ډالۍ ورکړه چا چې د بن لادن په موندلو کې تر ټولو زیاته خواري کړې وه.

 

اونیل وایي چې ده له خپلې هغې وسلې نه ،چې بن لادن یې پرې وژلی و، د ۲۷ مرمیو ډک جاجر راوویست او هغې مېرمنې ته ورغی او ورته یې وویل، چې ایا ستا په کڅوړه یا بټوه کې د دې لپاره ځای شته ؟ هغې مېرمنې ،چې ډېره جدي وه، یوازې دومره وویل چې زما په خیال، او شته دی.

 

دا جاجر ،چې پکې لا اوويشت مرمۍ پاتې وې ، د هغې د کلونو د خوارۍ یو سمبولیک یادګار وګرځېدو. اونیل وایي، کله چې دوي دواړو د بن لادن مړي ته کتل نو هغه فکر کاوه چې دا مېرمن به اوس ډېره خوشحالي کوي، خو هغې په ډېره سړه سینه وویل چې لعنت دې وي پرې، زه خو اوس بې کاره شوم، ځکه چې د هغې د ژوند یوازیني هدف د دغه سړي موندل وو.

 

د اسامه بن لادن میراث او د پښتنو د تباهۍ او جګړې پیلامه

 

که څه هم د بن لادن مړینه د نړۍ لپاره د یو فصل پای و، خو د افغانستان او د پېښور د غاړې د قبایلي سیمو د پښتنو لپاره دا د یوې داسې خونړۍ جګړې پېل و چې تر ننه یې لمبې پورته کېږي. د بن لادن نظریاتو پښتانه له داسې یوې تباهۍ سره مخ کړل چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

 

پښتانه په ټوله نړۍ کې په خپله مېلمه پالنه او پناه ورکولو مشهور دي خو اسامه بن لادن د پښتنو له دغه کلتوري ارزښت نه د خپلو ترهګریزو اهدافو لپاره ناوړه ګټه پورته کړه.

 

هغه افغانستان ته په داسې وخت کې راغی چې دا هېواد لا د مخه د لسیزه راهیسي روانو جګړو له لاسه ځپلی شوی و او د هغه شتون افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو د غچ اخیستنې په ډګر بدل کړ.

 

د بن لادن له امله د پښتنو خاوره د نړۍ تر ټولو خطرناکه سیمه وبلل شوه او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د بارودو باران پېل شو. په افغانستان کې د ۲۰۰۱م کال نه وروسته د پښتنو کلي او بانډې د بمباریو هدف وګرځېدې او له توره بوره نیولې تر کندهار او هلمنده پورې پښتنې سیمي د جګړې په لومړۍ کرښه کې راغلې.

 

همدا رنګ کله چې القاعده وزیرستان او نورو قبایلي ایجنسۍ ته ننوته نو هلته یې د پښتنو پخوانۍ جرګه او قامي جوړښت بیخي له منځه یوړ. هغوي په سلګونو قامي مشران او ملکان په نښه کړل او ووژل، ترڅو خپله ویره خپره کړي.

 

د بن لادن تر ټولو لویه ضربه د پښتنو هویت ته وه ځکه نړۍ ته داسې وښودل شول چې ګواکې هر پښتون یو تندلاری دی. دا د ترهګرۍ ټاپه د دې لامل شوه چې پښتانه په نړیوالو هوایي ډګرونو کې له سپکاوي سره مخ شول او د هغوي ځوانان له کار او تعلیمه بې برخې پاتې شول.

 

د القاعده له امله په پښتنې سیمو کې زرګونه ښوونځي وسوځول شول او یو ټول نسل د قلم پر ځای په ټوپک سمبال شو. اقتصادي بنسټونه لکه کرنه او تجارت له منځه لاړل او د پښتنو په سیمو کې د پانګونې پر ځای د جګړې صنعت وده وکړه چې یوازې یې مرګ او ژوبله تولیدوله.

 

د پښتنو تاریخي پور

 

که څه هم نن د اسامه بن لادن د وژونکي جاجر د ډالۍ په توګه د سي آیي ای د یوې کارمندې په کڅوړه کې دی، خو د هغې جګړې نښې لا هم د پښتنو په سینو او د هغوي په خاوره کې پاتې دي.

 

بن لادن دې سیمي ته د جهاد په نوم داسې دښمني او نفاق راوړ چې وروڼه یې سره ووژل، او د پښتنو خاوره یې د نړۍ له کاروان نه لسیزي وروسته پاتې کړه.

 

د پښتنو لپاره د بن لادن میراث یوازې ویر او کډوالي وه. نن که څه هم هغه نشته خو د هغه په نوم کرل شوی د افراطیت تخم لا هم د پښتنو له سیمو نه قرباني اخلي. دا د تاریخ یو تریخ حقیقت دی چې یو مېلمه څنګه د یو قام کور وران کړ او خپله یې د مړیني کیسي د فاتحانو لپاره د یادګاري ډالیو په بڼه پاتې شوې.