د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي ،محمود خان اڅکزي، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې که په تېرو وختونو کې په سیمه کې لایق او په درد پوه سیاستوال په اقتدار کې وای، نو نن به د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو پراته ولسونو په پوره ازادۍ سره تګ راتګ کاوه.
اڅکزي د یوې مرکې پر مهال د نړۍ د هغو هېوادونو مثالونه ورکړل چې په تاریخ کې یې خپلمنځي سخت جنګونه کړي، خو نن یې خپل سرحدونه یوازې د کاغذ په مخ د یوې کرښې په څېر پاتې دي.
هغه وویل چې که په اروپا کې د جرمني، برتانیې او روس ترمنځ له خونړیو جګړو وروسته پولې خلاصېدای شي، نو په سويلي اسیا کې هم داسې یو نظام ممکن و چې یو پنجابی په قندهار کې اتڼ وکړي او یو پښتون په لاهور کې په پوره ډاډ سره وګرځي. نوموړي زیاته کړه چې که څه هم دواړه هیوادونه به جلا وو، خو په عملي توګه به د یو هېواد په څېر وو.
د اڅکزي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې په تېرو څو کلونو کې د تورخم، سپین بولدک او چمن په ګډون په ټولو مهمو لارو باندې د تګ راتګ شرایط ډېر سخت شوي دي. پخوا به د دغو لارو په دواړو غاړو مېشتو ولسونو او قبایلو د شناختي کارت یا ځانګړو تذکرو په اساس تګ راتګ کاوه، خو اوس د پاسپورټ او ویزې د شرط له امله په لکونو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
په چمن کې د همدې پرېکړې پر ضد له تېرو څو میاشتو راهیسي لاریونونه هم روان دي.
محمود خان اڅکزي پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د یرغلونو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې افغانستان حق لري له هغو هیوادونو د جنګي تاوان او د بیارغونې لپاره د مرستو غوښتنه وکړي.
هغه په پنجاب او سیند کې د پښتنو سره په روان چلند هم سختې نیوکې وکړې او تور یې پورې کړ چې په لاهور او کراچۍ کې مېشت پښتانه په ناحقه تنګول کیږي او له خپلو سیمو ایستل کیږي.
د اڅکزي په وینا، د سرحدونو بندول او د ولسونو ترمنځ خنډونه جوړول نه یوازې دا چې خپلمنځي تعلقات خرابوي، بلکې په سیمه کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ سبب هم ګرځي. هغه غوښتنه وکړه چې باید داسې لارې چارې ولټول شي چې د کرښې دواړو خواو ته د پرتو خلکو حقونه خوندي او تګ راتګ یې اسان شي.

شال نیوز