د کوزې اورکزئ ضلعې د انډخېلو په سيمه کې وروستيو سختو بارانونو د سبزيانو په کروندو سخت اغېز کړی او د ټماټرو، مرچکو، بڼډۍ، کدو او نورو فصلونو زياته برخه يې بشپړه له منځه وړې ده.

 

ځايي کرونده ګر وايي چې د زياتو بارانونو له امله په پټو کې اوبه ولاړې پاتې شوې دي، چې له امله یې فصلونه خراب شوي او کروندګر له درنو مالي زيانونو سره مخ شوي دي.

 

 

انځور شال نیوز / محمد عامر اورکزی

 

 

کروندګر وايي چې سږ کال يې د سبزيانو پر کرنه باندې د تخم، سرې او سپرې لپاره په لکونو روپۍ لګښت کړی وو، خو د پرله پسې بارانونو له امله يې ټوله خواري عبث تللې ده.

د سيمي يو کروندګر، مصدق عباس اورکزی، وايي چې انډخېلو کې هر کال په لويه کچه سبزيانې کرل کېږي، خو دا ځل بارانونو هر څه تباه کړل. د هغه په وينا، تر دې دمه د حکومت له اړخه کومه باقاعده مرسته نه ده ورکړل شوې.

 

يو بل کروندګر ،عاصم حسن اورکزی، وايي چې انډخېل د ټولې ضلعې لپاره د سبزيانو مهمه سيمه ده، او له دې ځايه هنګو، کوهاټ او پېښور ته سبزيانې لېږل کېږي، خو سږ کال وضیعت ډېر خراب دی.

د ده په وينا، يوازې د کرنې د محکمې ځينو کارکوونکو سيمه کتنه کړې، خو د ضلعي انتظاميې، پي ډي اېم ای او د زرعي تحقيق ادارو له خوا کوم مهم عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

 

 

انځور شال نیوز / محمد عامر اورکزی

 

 

په دې اړه د ضلعې د ای ډي سي رليف، چې د پي ډي اېم ای فوکل پرسن دی، ويلي دي چې د کرنيزو زيانونو جاج اخيستل روان دي او د کرنې محکمه به خپل تفصيلي راپور تيار کړي. د هغه په وينا، دا راپور به پي ډي اېم ای ته لېږل کېږي او بيا به د ادارې د پاليسۍ له مخې اغېزمنو کروندګرو ته مرستې ورکول کېږي.

 

بلخوا اغېزمنو کروندګرو له حکومت، ضلعي انتظاميې، پي ډي اېم ای او نورو اړوندو ادارو نه غوښتنه کړې، چې بېړنۍ مرسته دې وکړي، د زيانونو ازاله دې وشي او د کرنې د بيا رغونې لپاره دې عملي ګامونه پورته کړل شي.

دوی خبرداری ورکړی چې که غوښتنې يې و نه منل شوې، نو احتجاج به پېل کړي.