د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو درېو مياشتو کې د پټو عملياتو او استخباراتي څارنې په نتيجه کې د ولسوالۍ له بېلابېلو سيمو نه لسګونه بېلابېلې وسلې برآمد او ضبط کړې شوې دي۔

 

د امنيتي سرچينو لمخه، په دې وسلو کې ۸ کلاشنکوفونه، ۷ توپانچې، ۳ سنایپر وسلې، ۴ کاربين، يو ایم ۱۶ او يو هاوان د ۱۸ پيره مرميو سره شامل دي۔

 

چارواکي وايي چې دا وسلې د دولتي ملکيت (بيت المال) وې او په ناقانونه توګه د ځينو کسانو په کورونو کې ساتل کېدې، چې د عملياتو په ترڅ کې بېرته ترلاسه او د امنيتي ځواکونو حوالې ته وسپارل شوې۔

 

د جاغوري ولسوالۍ مسوولينو ويلي دي چې د ناقانونه وسلو پر ضد به عمليات دوامداره ساتي، تر څو په سيمه کې امن ټينګ کړی شي۔

 

جاغوري د غزني ولايت يوه غریزه ولسوالی ده چې د ولايت له مرکزه شاوخوا ۱۲۳ کيلومتره لرې پرته ده۔