د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي وایي چې د پېښور د هزارخوانۍ په سیمه کی د صوبایي اسمبلۍ د غړي فضل الهي د ورور ،اظهار، په کور کی ناڅاپه اور ولګېدو، چې ورسره په سیمه کی ویره خپره شوه۔
ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي چې اور د نامعلومه وجوهاتو له امله لګېدلی وو۔ د ریسکیو چارواکو ترمخه، د پېښې اطلاع ترلاسه کېدو سره سم دوه اور وژونکي گاډي او یوه ایمبولینس سمدستي د پېښې ځای ته واستول شول۔
ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، د دوي اور وژونکو په مسلکي طریقه د اور وژنې عمل ترسره کړو او په اور یې په بشپړه توګه قابو وموند.
ریسکیو چارواکو تر اوسه د ځاني زیان په اړه څه نه دي ویلي، خو د پېښې نورې پلټنې روانې دي۔

شال نیوز