د قبایلي خبریالانو اتحادیې ‘ټرایبل یونین آف جرنلسټس’ مرکزي کابینې درې میاشتنۍ غونډه ،د مې په ۹مه، د پېښور په یو ځايي هوټل کې د صدر حسبان الله په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د کابینې غړو او د تنظیم مشرانو ګډون وکړ.
غونډه کې د ستر سېکرتر محمد جمیل له خوا درې میاشتنی راپور او اېجنډا وړاندې کړل شول، چې پرې تفصیلي بحث وشو. ګډونوالو د قبایلي ضلعو خبریالانو ته د مسلکي دندو پر مهال د ورپېښو ستونزو، امنیتي حالاتو او د خبریالانو د تحفظ په موضوعاتو خبرې وکړې.
د اتحادیې مشرانو وویل چې په قبایلي سیمو کې د امن او امان خراب وضعیت له امله خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د هغوي د سر او مال تحفظ ته جدي پاملرنې ته اړتیا ده. هغوی ټینګار وکړ چې تنظیم به د قبایلي ضلعو د خبریالانو د حقونو، تحفظ او ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
غونډه کې د ځینو پاتې ستونزو د حل لپاره په مشرانو مشتمله ځانګړې کمېټه هم جوړه شوه او ورته مهمې ذمه وارۍ وسپارل شوې.

حسبان الله باجوړې