د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ۲۰۰ بې‌ وزلو او یتیمو زده‌کوونکو او د هغوي کورنیو کې د خوراکي، د صحت د ساتنې او درسي توکو مرستې ووېشل شوی.
 

دغه مرستې د امریکا زکوة فاونډیشن په مالي او تخنیکي ملاتړ، د ننګرهار د اقتصاد ریاست تر څارنې لاندې او د شهیدانو او معلولینو ریاست په همغږۍ ترسره شوې.
 

د مسئولینو په وینا، د هرې کورنۍ لپاره د مرستې ټولیز ارزښت ۱۰,۱۷۶ افغانۍ و. په دې بسته کې ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۶.۵ کیلوګرامه وریجې، ۱۵ لیټره غوړي، ۷ کیلو بوره، چای، رومي رب، د صحت د ساتنې توکي، او د زده‌کړو اړوند کتابچې، قلمونه، پنسلونه او نور درسي وسایل شامل وو.
 

 

انځور شال نیوز / بریال منګل

 

 

د مرستو د وېش پر مهال، د ننګرهار د اقتصاد ریاست د پرمختیايي چارو د تنظیم مدیر سید اکرام سیدي ګډون کړی و. نوموړي د مرستندویې ادارې له ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډول مرستې د بې‌ وزلو یتیمو زده‌کوونکو د زده‌کړو د دوام او د هغوي د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم کردار لري.
 

ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې ګڼې بې‌ وزلې کورنۍ په کې د بشري مرستو اړتیا لري، او مرستندویه ادارې هڅه کوي چې د زیانمنو ماشومانو او کورنیو ملاتړ ته دوام ورکړي.