د سویلي وزيرستان د ‘چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري’ صدر سېف الرحمن ويلي دي چې د پنجاب صوبې نه د غنمو او اوړو د بين الصوبايي ترسيل په لارو کي خنډونو له امله، د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه سویلي وزيرستان کی، عام ولس د سختو ستونزو سره مخ شوی دی۔

 

هغه وايي چې د اوړو په نرخونو کی مسلسل زياتوالی راغلی، چې له امله يې غريب، مزدور او لږ آمدن لرونکې طبقه د سخت مالي فشار سره مخ ده او د ورځني ژوند بنيادي ضرورتونه ورته پوره کول ګران شوي دي۔

 

 

د سویلي وزیرستان د چېمبر اف کامرس او انډسټري صدر سیف الرحمن

 

 

سېف الرحمن زياته کړه چې تر دې وړاندې به دا خبره کېدله چې ګنې غنم افغانستان ته سمګل کېږي، خو اوس چې هغه صورتحال هم نشته، نو بيا هم د ترسيل په لارو کښې خنډونه د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دي۔ د هغه په وينا، که هېواد يو وي او وفاقي نظام موجود وي، نو بيا د خوراکي شيانو په شان بنيادي ضرورت کښې د صوبو ترمنځه فرق او بنديزونه د منلو وړ نه دي۔

 

هغه له مرکزي حکومت نه غوښتنه وکړه چې سمدستي نوټس دې واخلي، د بين الصوبايي ترسيل ټول خنډونه دې ختم کړي او د ټولو صوبو خلکو ته دې يو شان سهولتونه ورکړي۔

هغه دا هم وويل چې ګراني لا د وړاندې نه د ولس ملا ماته کړې ده او نور بوجھ د خلکو د زغم نه بهر دی۔