د شمالي وزيرستان د شوا تحصیل په دروزنده سيمه کې نن په دويېمه ورځ هم عمليات روان دي۔ انتظاميي په دي لړ کې د شال نيوز د رابطې ځواب ندی ویلی، خو ځایي او استخباراتي سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط شال نیوز ته ویلي، چې نښتې روانې دي او یو ځایي بازار ته پکې زیان ور اوښتی دی. سرچیني زیاتوي چې پرله پسې د ډرون بريدونه هم دوام لري، چې د دغه ډرون او د ډزو اوازونه شال نيوز ته ترلاسه شوي ويډيوګانو کې هم لیدی شي.

 

په سیمه کې نن په دیېمه ورځ څه روان دي او خلق د کومو ستونزو سره مخ دي، صفدر داوړ یې تفصيلات وړاندې کوي.


یادونه: دا راپور د پاکستاني وخت مطابق د مې ۹مې نيټي د ورځې ۱ بجې پورې راټول کړل شوي معلوماتو څخه جوړ شوې دې۔