د بلوچستان د سرښار کوټې د پولیسو مرستیال (ډي آی جي) عمران شوکت ویلي، چې په تېره اپریل میاشت کې د استخباراتي ادارو د چارواکو لخوا د شاوخوا ۱۵۰ امنیتي ګواښونو د ترلاسه کېدو وروسته په ښار کې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړل شوي وو.
نوموړي ،د اپریل په اتمه، په یوې خبري غونډه کې وویل چې ترهګرو د بریدونو لپاره خپلې طریقې بدلې کړې دي، ځکه خو پولیسو او نورو امنیتي ادارو هم پرېکړه کړې چې د ولس د ژوند ژغورلو لپاره خپله ستراتیژي بدله کړي.
عمران شوکت زیاته کړه چې د ښار په حساسو سیمو کې د اضافي پولیسو د ګمارلو ترڅنګ، د مشکوکو کسانو د څارنې لړۍ نوره هم چټکه شوې ده. د هغه په وینا، د اپرېل په میاشت کې په کوټه کې د وژنو ۲۳ پېښې راپور شوې وې، چې پکې ۲۱ پېښې د شخصي دښمنیو له امله رامنځته شوې دي او د پولیسو یې په اړه پلټنې روانې دي.
د پولیسو مشر دا هم وویل چې دوي په خپلو صفونو کې هم د احتساب لړۍ روانه ساتلې ده. هغه وویل چې د ‘ایګل سکواډ’ هغه غړي نیول شوي دي، چې له دوو ځوانانو، افتاب احمد او فیضان عمران، څخه یې بډې (رشوت) اخیستې و. همدا رنګ، د هغو دریو پولیسو په ضد هم مقدمې درج شوي او نیول شوي دي چې په تېرو ورځو کې یې یو شکمن موټر د ډزو په پایله کې یو تن وژلی و.
عمران شوکت په ډاګه کړه چې هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دي او که هر څوک په بدو اعمالو یا د واک په ناسم استعمال کې ککړ ونیول شي، قانوني چلند به ورسره کېږي. هغه دا هم تایید کړه چې پولیسو په یوې بریا کې یو ماشوم، مزمل احمد، چې د تاوان لپاره تښتول شوی و، په خوندي ډول راخلاص کړی او په دې لړ کې یې یوه ښځینه تورنه هم نیولې ده.
دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې په بلوچستان کې د امنیتي حالت د سمولو لپاره هڅې نوره هم ګړندۍ شوې دي.

شال نیوز