د بنوں په فتح خېل سیمه کې ،د مې په ۹مه، ماخوستن ، د پولیسو پر یوه چوکۍ ځانمرګی برید شوی، چې له امله يې لږ تر لږه پینځه سرتیري وژلی شوي او دوه نور کسان ټپیان دي.

 

د بنو ضلعې روغتون (ډي ایچ کیو) په خپل رسمي بیان کې ویلي دي چې دې روغتون ته ۵ مړي راوړلی شوي دي او دوه کسان په ټپي حالت کې راوړلی شوي دي.

 

همداراز، د پولیسو یوې سرچیني ،د نوم نه ښودلو په شرط، ویلي دي چې زیات سرتیري د ودانۍ د ملبې لاندې ګېر دي او د را ایستلو عملیات روان دي، چې له امله یې د مرګونو شمېر د لوړېدو اندېښنه ده. 

 

لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د بارودو ډک موټر په وسیله شوې، چې د پوليس چوکۍ پر لور د هدف لپاره استول شوی و، خو له رسېدو مخکې چاودنه شوې ده. شال نیوز ته رارسېدلې یوې ویډیو کې لیدل ګېږي چې د چاودنې نه پس د څوکۍ یوه برخه په بشپړه توګه تباه شوې ده. 

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، د ځانمرګي برید نه پس شاوخوا سلو وسلوالو په چوکۍ برید وکړ او د پولیسو چوکۍ يې کلابنده کړه چې له امله یې تر ډېره وخته د پولیسو او وسلوالو ترمنځه نښته وشوه. په لومړني معلوماتو کې، په پېښه کې د درې پولیس سرتېرو د وژنې خبر مخې ته راغلی و خو د تازه معلوماتو لمخې، د څلور سرتېرو د مرګ پخلی شوی دی.

 

د سرچینو لمخې، د چاودنې له امله شاوخوا ۱۵ کورونه نړېدلي دي او ګڼو نورو ودانیو ته هم زیانونه رسېدلي دي، خو رسمي تصدیق او بشپړ جزییات لا نه دي خپاره شوي.

 

د سیمي د امنیتي سرچینو په وینا، سيمه امنيتي ځواکونو کلابنده کړې او د لټون او چاڼ عمليات ترسره شوي دي. چارواکي وايي چې سيمه له بشپړې پلټنې وروسته کلئیر اعلان شوې ده او نورې پلټنې روانې دي.

 

بلخوا د پېښور له سرچینو څخه ویل کېږي چې د بنوں او سویلي وزیرستان د خرابېدونکي امنیتي وضعیت له امله د پراخ پوځي عملیاتو امکان زیات شوی دی.

 

د سرچینو په وینا، په راتلونکي کې د اپیکس کمېټۍ په ناسته کې په دې اړه مهمې پرېکړې کېدای شي، ځکه چې دا سیمي مخکې هم د حساسو ریډ زونونو په توګه نښه شوي دي او وروستۍ پېښې دغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

 

تر اوسه کومې ډلې د دې وروستۍ پېښې مسووليت نه دی منلی، خو امنيتي چارواکی وايي چې د پېښې وروسته ځيني شکمن کسان نيولی شوي، خو د هغوي د کومې وسلوالې ډلې سره د تړاو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

دا روان خبر دی، د نور تفصیل لپاره شال سره اوسئ