د ننګرهار ولایت په جلالآباد ښار، شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې هغو ۲۲۰ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې.
د ننګرهار د اقتصاد ریاست ویلي، دا مرستې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همکارۍ او د یوې نړیوالې مرستندویې ادارې ایکشن ایډ له لوري ترسره شوې.
د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۱۰,۹۲۰ افغانۍ ورکړی شوې، څو د خوړو، سرپناه او نورو اړینو اړتیاوو لپاره ترې ګټه واخلي.
چارواکي وايي، د دې مرستو هدف د سیلاب ځپلو کورنیو ملاتړ، د هغوي د عاجلو اړتیاوو پوره کول او بېرته عادي ژوند ته د ستنېدو مرسته ده.
د مرستو د وېش پر مهال، د ننګرهار د اقتصاد ریاست استازي عبید مصلح د مرستندویو ادارو له همکاریو مننه وکړه او د دا ډول مرستو دوامداره ساتلو غوښتنه یې وکړه.
ننګرهار هغه ولایت دی چې هر کال د سختو بارانونو او سیلابونو له امله پکې ګڼې کورنۍ زیانمنېږي او بیړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کوي.

بریال منګل