په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما، په یوه تازه څېړنیز راپور کي ویلي چې د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست، یعنې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پورې، یې د وسلهوالو شخړو له امله د نږدې ۴۰ زره ملکي وګړو وژل کېدل او د ۷۷ زرو څخه د ډېرو نورو ټپي کېدل مستند کړي دي.
یوناما ویلي، دغه راپور د هغو څېړنو موندنې رانغاړي چې د دې ادارې د بشري حقونو څانګې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کي د وسلهوالو شخړو د قربانیانو د تجربو، ستونزو او اړتیاوو د معلومولو لپاره ترسره کړې دي.
راپور تر ډېره د افغانستان د هغې اوږدې جګړې پر اغېزو تمرکز کوي چې په ۲۰۰۱ کال کي د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له پوځي مداخلې وروسته پیل شوه او د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې، د پخواني جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر بیا واکمنېدو پورې یې دوام وکړ.
د یوناما په وینا، د راپور د چمتو کولو لپاره د وسلهوالو شخړو له ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی له خپلوانو سره مرکې شوې دي. همداراز د هغو ۲۳ غیرحکومتي بنسټونو استازي هم ورسره غږېدلي چې د جګړې د قربانیانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار کوي.
راپور وايي، د طالبانو د اوسني حکومت له ۲۳ چارواکو سره هم مرکې شوې دي، څو د جګړې د قربانیانو د حقونو، اړتیاوو او د هغوی لپاره د شته مرستو او امکاناتو په اړه د ادارې دریځ او معلومات راټول شي.
یوناما وايي، د افغانستان د څو لسیزو جګړو اغېزې یوازې د وژل شویو او ټپیانو تر شمېر محدودې نه دي، بلکې ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو، رواني فشارونو، معلولیت، بېځایه کېدو او د عاید د سرچینو له له منځه تلو سره هم مخ شوې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ مستند شوي ملکي تلفات د افغانستان د اوږدې جګړې یوازې هغه برخه ده چې یوناما یې په منظم ډول ثبت او تایید کړی؛ د جګړې د ټولې مودې حقیقي انساني زیان تر دې هم لوړ بلل کېږي.


شال نیوز