تهران / خوزستان : ایراني چارواکي وايي، چې د امریکا د تازه پوځي بریدونو له امله په خوزستان او هرمزګان کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او له ۷۰ ډېر نور ژوبل دي.

 

په خوزستان کې چارواکو ویلي دي، چې د امریکا د توغندیزو بریدونو له امله په درېو ځایونو کې اووه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل دي. په هرمزګان کي بیا چارواکي وايي، چې د سیریک ضلعې په کوهستک سیمه کې د یو کور پر هغه برخه برید شوی چې د واده مراسم پکې روان وو.

 

د سیریک ځايي چارواکو ویلي دي، چې په دغه برید کې پنځه کسان، چې یو ماشوم هم پکې دی، وژل شوي او ۶۳ نور ژوبل دي. د ژوبلو له ډلې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان دي. په لومړنیو معلوماتو کې د سیریک د وژل شوو شمېر دوه ښودل شوی و، وروسته څلورو ته لوړ شو او په تازه معلوماتو کې پنځه ښودل شوی دی.

 

امریکايي پوځ وايي، چې تازه بریدونه یې د ایران د انقلابي ګارډ پر هوايي دفاعي مرکزونو، رادارونو، سمندري تاسیساتو، د ماینونو د اېښودلو وسایلو او مخابراتي مرکزونو کړي دي. ایران بیا ویلي دي، چې په ځواب کې یې په اردن، عراق او بحرین کې د امریکايي ځواکونو او پوځي مرکزونو پر ضد توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.

 

اردن ویلي دي، چې ۱۳ ایراني بالستیک توغندي یې څارلي دي چې لس یې شنډ شوي او درې نور په لیرې سیمو کې لوېدلي دي. د مرګ‌ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. کویت هم ویلي دي، چې هوايي دفاع یې د توغندیو او ډرونونو پر ضد فعاله شوې وه.

 

له دې سره هممهاله د ایران د انقلابي ګارډ سیاسي مرستیال جنرال یدالله جواني کویت، بحرین او اردن ته خبرداری ورکړی دی چې په خپلو هېوادونو کې دې د امریکايي ځواکونو موجودیت ختم کړي.

 

سپاه پاسداران وايي په اربیل کې یې پر امریکايي پوځي اډو توغندیز او ډرون برید کړی
سپاه پاسداران وايي په اربیل کې یې پر امریکايي پوځي اډو توغندیز او ډرون برید کړی
د امریکا ـ ایران جګړه؛ اردن وايي اته ایراني توغندي یې شنډ کړي
د امریکا ـ ایران جګړه؛ اردن وايي اته ایراني توغندي یې شنډ کړي
امریکا پر ایران نوي پراخ بندیزونه ولګول؛ ایران هم د هرمز په تنګي کې ۴۵ تېلو او ګازو بېړۍ تور لېسټ کړې
امریکا پر ایران نوي پراخ بندیزونه ولګول؛ ایران هم د هرمز په تنګي کې ۴۵ تېلو او ګازو بېړۍ تور لېسټ کړې

 

نوموړي ویلي دي، چې که دغه هېوادونه امریکايي ځواکونو ته د ایران پر ضد د خپلو خاورو او پوځي اډو د کارولو اجازه ورکړي، د ایران له سخت پوځي ځواب سره به مخ شي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د ایران پر ضد تازه بریدونه موجه بللي او خبرداری یې ورکړی دی چې که تهران نور ځوابي بریدونه وکړي، امریکا به نور پوځي اقدامات هم وکړي.

 

د امریکا او ایران ترمنځ د تازه پوځي نښتو له امله په خلیج او هرمز تنګي کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي. د ایران د ملکي مرګ‌ ژوبلې بشپړ شمېر او د دواړو خواوو د پوځي زیانونو ټولې دعوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.