واشنګټن / تهران : د اردن پوځ ،د اګست په ۳۱مه، سهار ویلي دي، چې اته هغه توغندي یې شنډ کړي دي چې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي وو. خو دا یې نه دی ویلی چی دا توغندي له کومی لوري یا هیواد لخوا توغول شوي وو. بلخوا ایران په اردن کې د امریکايي پوځي اډو پر ضد د ځوابي بریدونو پخلی کړی دي. خو د اردن د پوځ په وینا، توغندي له دې مخکې تباه کړل شول چې خلکو یا املاکو ته زیان ورسوي.
د اردن سرکاری خبري اژانس «پترا» د وسله والو ځواکونو د ویاند له قوله ویلي دي، چې هوايي دفاعي سیسټمونو اته واړه توغندي د دوشنبې په سهار وویشتل. پوځ ویلي دي، چې د توغندیو د شنډولو عملیات د اردن د هوايي حریم او د خلکو د خوندیتوب لپاره شوي او ځواکونه یې لا هم په لوړ چمتووالي کې دي.
ایران تر دې مخکې ویلي وو چې په اردن کې یې د امریکا دوه پوځي اډې په بالستیک توغندیو په نښه کړې دي. د ایران دولتي ټلوېزیون د توغندیو د توغولو انځورونه هم خپاره کړي او سپاه پاسداران ویلي دي، چې دا برید یې د لارک ټاپو پر ایراني پوځي ځایونو د امریکا د برید په ځواب کې کړی دی.
رویټرز د امریکايي سرچینو له قوله وايي، چې نږدې ټول هغه توغندي چې د امریکايي اډو پر لور توغول شوي وو شنډ شوي دي او تر اوسه د لوي زیان راپور نه دی ورکړل شوی. د اردن چارواکو هم د مرګ ژوبلې یا مالي زیان خبر نه دی ورکړی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي دي، چې امریکايي ځواکونو ،د اګست په ۳۰مه، د ایران د لارک ټاپو دوه راکټي لانچرونه په «محدود او کره» برید کې په نښه کړي دي. د امریکا په وینا، د سپاه پاسداران ځواکونه پر دغو لانچرونو داسې راکټونه د توغولو لپاره چمتو کول چې سمندري ماینونه یې د هرمز تنګي اوبو ته غورځولی شول.
امریکا وايي، چې په نړیوالو اوبو کې د کښتیو د تګ راتګ د خوندیتوب لپاره یې دا برید کړی و. د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي دي، چې د ایران هغه ځواکونه یې په نښه کړي چې د ماینونو د اچولو «سمدستي ګواښ» یې جوړاوه.
ایران د امریکا دا دریځ رد کړی دی. د سپاه پاسداران په وینا، د لارک ټاپو په برید کې یو شمېر ایراني جنګیالي او ملکي کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي، خو تهران تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی خپور کړی. سپاه پاسداران له برید وروسته ویلي وو چې امریکا به د دې برید «ځواب او سزا» وویني.
د اګست د ۳۰مې برید له جولایۍ میاشتې وروسته پر ایران د امریکا لومړنی معلوم پوځي برید دی. اسوشیټېډ پرېس وايي، چې امریکا وروستی ځل د جولایۍ پر ۲۹مه پر ایران د سپاه پاسداران ګڼ ځایونه په نښه کړي وو. له هغه وروسته د اګست په لومړۍ نېټه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د خلیجي هېوادونو په غوښتنه به نور بریدونه وځنډوي.
د امریکا او ایران تر منځ تازه بریدونو هغه څو اوونیزه وقفه ماته کړه چې په ترڅ کې واشنګټن پر تهران د پوځي فشار پر ځای پر اقتصادي بندیزونو ډېر تمرکز کړی و. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي وو، چې واشنګټن غواړي هره اوونۍ پر ایران او له ایران سره پر مالي راکړې ورکړې بوختو ادارو نوي ثانوي بندیزونه ولګوي.
د دې تازه نښتې تر ټولو حساس ځای هرمز تنګی دی. لارک ټاپو د بندر عباس ترڅنګ، د هرمز تنګي په خوله کې پروت دی او له هغه ځایه د خلیج د کښتیو مهمې لارې څارل کېږي. د جګړې له پېل مخکې د نړۍ د خامو تېلو او مایع طبیعي ګاز نږدې پنځمه برخه له همدې لارې تېرېده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې ویلي دي چې د هرمز تنګي نړیوالې اوبه له ماینونو پاکې شوې او هره کښتۍ چې نوي ماینونه واچوي، په نښه به شي. سپاه پاسداران بیا د امریکا دا دعوه رد کړې او ویلي یې دي چې تنګی لا هم د ایران له اجازې پرته د تګ راتګ لپاره خلاص نه دی.
د کښتیو د تګ راتګ شمېر هم کم شوی دی. رویټرز د سمندري معلوماتو له مخې وايي، چې د اوونۍ په پای کې په ورځ کې یوازې شاوخوا پنځه د مالونو وړونکې کښتۍ په ښکاره ډول له هرمز تنګي تېرې شوې. ځینې کښتۍ د بریدونو د خطر له امله خپل د پېژندنې برېښنايي سیسټمونه هم بندوي، نو اصلي شمېر ښيي تر دې لوړ وي.
په همدې سیمه کې ،د اګست په ۲۹مه، د عمان د خصب شمال ته یوه ټانکر کښتۍ هم د نامعلوم توغندي یا مرمۍ له خوا لګېدلې وه. د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ ادارې ویلي دي، چې په پېښه کې مرګ ژوبله او چاپېریالي زیان نه دی شوی او تر اوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلې.
د امریکا ـ ایران د تازه بریدونو اثر د تېلو پر بازار هم څرګند شوی دی. د اګست د ۳۱مې په لومړنیو معاملو کې د برېنټ خامو تېلو بیه له یو ډالر څخه ډېره لوړه او شاوخوا ۸۹ ډالره فی بېرل ته ورسېده. د امریکا خام تیل هم شاوخوا ۸۴ ډالره فی بېرل ته لوړ شول.
د بازار شنونکي وايي، چې د هرمز په سیمه کې هره نوې پوځي نښته د تېلو د لېږد په اړه اندېښنه زیاتوي. که د امریکا او ایران تر منځ بریدونه پراخ شي، د سیمې پوځي اډې، د هرمز تنګی او نړیوال سمندري تجارت به یو ځل بیا د جګړې د پراخېدو له تر ټولو لویو خطرونو سره مخ شي.


شال نیوز