تهران : ایران وايي، چې د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو لپاره د خپلو شرطونو یو فهرست برابروي. دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی دی چې قطر او عمان د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو لپاره خپلې سفارتي هڅې تېزې کړې دي.
رویټرز ،د اګست پر ۲۸مه، راپور ورکړی دی چې د قطر وزیراعظم او خارجه وزیر ،شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د اګست په ۲۷مه، تهران ته تللی او له ایراني چارواکو سره یې د هرمز تنګي له لارې د ازاد سمندري تګ راتګ پر بېرته عادي کولو خبرې کړې دي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکرتر محسن رضايي ویلي دي، چې تهران د منځګړو په غوښتنه د هغو شرطونو فهرست برابروي چې له پوره کېدو وروسته به د هرمز له لارې عادي سمندري تګ راتګ بېرته پېل شي.
رضايي ویلي دي، چې ایران او عمان په اصولي توګه پر یوې ټاکلې سمندري لارې سلا شوي دي. د دې لارې یوه برخه به د عمان او بله د ایران په اوبو کې وي. د هغه په وینا، بېړۍ به له همدې ټاکلې لارې تېرېږي، خو د تګ راتګ عادي کېدل به د ایران د شرطونو له پوره کېدو سره تړلي وي.
د ایران په پخوانیو غوښتنو کې پر ایراني بندرونو د امریکا د محدودیتونو ختمول، د بندیزونو لرې کول او د جګړې د زیانونو تاوان شامل وو. تر اوسه روښانه نه ده چې تهران به په نوي فهرست کې هم دغه شرطونه وساتي او که پکې به بدلون راولي.
د امریکا مرکزي کمانډ وايي، چې نړیوالې سمندري لارې پرانیستې دي او امریکايي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې له شاوخوا ۱،۵۰۰ سوداګریزو بېړیو سره د هرمز له تنګي د تېرېدو مرسته کړې ده. خو د بېړیو د تګ راتګ د څار ادارې وايي، چې د هرمز له لارې تګ راتګ لا هم د جګړې تر مخه د عادي کچې یوازې شاوخوا پنځه تر پنځلس سلنه دی.
د ملګرو ملتونو د سمندري چارو نړیوال سازمان ویلي دي، چې د جګړې له پېل راهیسې په هرمز تنګي کې لږ تر لږه ۷۰ امنیتي پېښې ثبت شوې چې ۱۹ سمندري کارکوونکي پکې وژل شوي دي.
هرمز تنګی د نړۍ د تیلو له مهمو لارو څخه دی. د جګړې تر مخه د نړۍ د تیلو شاوخوا شل سلنه رسد له همدې لارې تېرېده.


شال نیوز