واشنګټن : امریکا په منځني ختیځ کې خپلو ځینو سفارتونو ته د سفارتي عملې او د هغوي د کورنیو د غړو بېرته ستنېدل پېل کړي دي، شاوخوا شپږ میاشتې وروسته له هغه چې د ایران له جګړې سره سم یې له ګڼو هېوادونو خپل غیرضروري کارکوونکي او د هغوي کورنۍ ایستلې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ،د اګست په ۲۸مه، په قطر کې د سفارتي عملې د کورنیو غړو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړې ده. په کوېت او بحرین کې بیا دا اجازه د کورنیو د غړو د عمر له شرطونو سره تړلې ده او ټول کسان په یو وخت نه شي ستنېدی.
په اسراییل او لبنان کې هم په روانه اوونۍ کې محدودیتونه نرم شوي دي. په اسراییل کې د امریکايي سفارتي عملې د کورنیو غړو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شوې، په لبنان کې هم د ځینو کارکوونکو او د هغوي د کورنیو د بېرته ستنېدو لړۍ پېل شوې ده.
امریکا د ایران پر ضد د جګړې له پیلېدو وروسته په منځني ختیز کي د امنیتي خطرونو له امله د خپلو ګڼو سفارتونو کارکوونکي کم کړي او د غیرضروري سفارتي عملې او کورنیو د ایستلو امر یې کړی و. د ایران له خوا د امریکايي او اسراییلي هدفونو پر ضد د غبرګونونو له امله د سیمې په ګڼو هېوادونو کي امنیتي اندېښنې زیاتې شوې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د عملې بېرته ستنېدل له ایران سره د واشنګټن په تګلاره کې د بدلون معنا نه لري. چارواکي وايي، چې د سفارتونو ځینې بیړني مقررات شپږ میاشتې وروسته پای ته رسېږي او اوس د هر سفارت امنیتي وضعیت ته په کتو د کار عادي کېدو لپاره نوې پرېکړې کېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، امریکا په لبنان، اسراییل، سعودي عربستان، عراق، کوېټ او قطر سربېره د منځني ختیز په نورو هېوادونو کې هم د سفارتي عملې د شمېر د زیاتولو بهیر پېل کړی، خو په ځینو ځایونو کې به سفارتونه لا هم له بشپړې عملې سره کار نه کوي.


شال نیوز