تهران / اربیل : د ایران سپاه پاسداران دعوه کوی چې په عراق کې د کردستان سیمې په اربیل کې یې پر امریکايي پوځي اډو ګډ توغندیز او ډرون برید کړی دی. سپاه پاسداران وايي، چې دا برید یې د ایران په هرمزګان کې د سیریک پر هغه کور د امریکا د برید په غبرګون کې کړی دی ، چې د واده مراسم پکې روان وو.
د سپاه ،د سپتمبر د ۲مې، د اعلامیې له مخې، په اربیل کې د امریکايي پوځ د جنګي سامانونو د ترمیم یو مرکز، د تخنیکي وسایلو ګودامونه، د څارنې د یو بالون د لارښوونې نظام او د تېلو زېرمې په نښه شوې دي.
سپاه پاسداران دعوه کړې ده چې په برید کې یو شمېر امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده، خو تر دې دمه امریکا یا عراقي چارواکو دغه دعوه نه ده تایید کړې.
سپاه ویلي دي، چې د اربیل برید د سیریک د پېښې د غچ یوه برخه وه. ایراني چارواکي وايي، چې په سیریک کې پر هغه کور د برید له امله چې د واده مراسم پکې روان وو، د یو ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د سپاه په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د سیریک په پېښه کې شاوخوا ۷۰ کسان وژل شوي یا ژوبل شوي دي. د امریکا او ایران ترمنځ تازه پوځي نښتې وروسته له هغې پراخې شوې چې امریکا د ایران په سویلي سیمو کې یو شمېر پوځي هدفونه په نښه کړل.
ایران په ځواب کې په عراق او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې د امریکايي پوځي هدفونو د ویشتلو دعوه کړې ده. د اربیل پر امریکايي اډو د برید د زیانونو او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه تر دې دمه خپلواک تایید نه شته.


شال نیوز