بشکیک : د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د خپلې غونډې په وروستۍ ورځ په ګډه اعلامیه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د ټولو قامي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون د یو ټولګډونه حکومت جوړېدل د تلپاتې سولې او ثبات لپاره مهم بولي.
په اعلامیه کې ویل شوي دي، چې د سازمان غړي هېوادونه د یو خپلواک، بې طرفه، سوله ییز او له جګړې، وسله وال تاوتریخوالي او نشي توکو څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي. د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو ویلي دي، چې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې له هڅو سره همکارۍ ته چمتو دي.
د دې سازمان سرمشریزه د اګست پر ۳۱مه په بشکیک کې پېل شوې وه او د سپتمبر پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېده. چین، روسیه، هند، ایران، پاکستان، بېلاروس، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دي.
دغه سازمان په ۲۰۰۱م کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا جوړ شوی و. هند او پاکستان په ۲۰۱۷م کال او ایران په ۲۰۲۳م کال کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ. وروسته بېلاروس هم د سازمان بشپړ غړی شو.
افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي هېواد حیثیت لري، خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان استازو د سازمان په سرمشریزو کې ګډون نه دی کړی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي دي، چې ځینې هېوادونه هڅه کوي د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې د طالبانو د استازو له ګډون پرته ترسره شي.
مجاهد ویلي دي، چې د طالبانو د استازو له ګډون پرته د افغانستان په اړه پرېکړې نیمګړې دي او په وینا یې، په سیمه ییزو بحثونو کې د طالبانو نه ګډون د سیمې په وړاندې د دوي د مسوولیت کچه هم راکموي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د خپل استازیتوب غوښتنه کړې وه، خو د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.


شال نیوز