د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ،ضمیر کابلوف، ویلي دي چې د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي هېواد ښکاره مخالفت په یاد سازمان کې د افغان طالبانو د ګډون پر وړاندې اصلي خنډ دی.
د جون په ۲۳مه، یو روسي ورځپاڼې سره په خبرو کې ضمیر کابلوف د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی، خو ویل کېږي چې پاکستان اوسمهال په شانګهای سازمان کې د افغان طالبانو د حضور تر ټولو مهم مخالف هېواد بلل کېږي.
که څه هم افغانستان له ۲۰۱۲م کال راهیسي د شانګهای همکارۍ سازمان د ناظر غړي په توګه منل شوی و، خو په ۲۰۲۱م کال کې د افغان طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ګډون او فعالیتونه په عملي ډول درېدلي دي. وروستی ځل د افغانستان استازو په ۲۰۲۰م کال کې د دغه سازمان په غونډو کې رسمي ګډون کړی و.
ضمیر کابلوف ویلي : “د کابل چارواکي غواړي، چې په سازمان کې د بشپړ غړي په توګه حضور ولري او نور غړي هم ورسره یو ډول اړیکي او تعامل لري؛ خو دا چې په شانګهای سازمان کې پرېکړه د ټولو غړو په اجماع ترسره کېږي، نو د یو غړي مخالفت د دغه بهیر د پېل مخه نیولې ده”.
د طالبانو په بیاځلې واکمنېدو سره په لومړیو کې پاکستان له طالبانو سره ښې اړیکي درلودې، خو د شاوخوا دوو کالو راهیسي د دواړو لوریو ترمنځ اړیکي ترینګلې ښکاري.
پاکستان په افغانستان واکمن طالبان تورنوي چې د دوي وسله والو مخالفینو ته یې پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي، خو طالبان یې ردوي.

شال نیوز