د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مخکېنۍ مشرې، روزا اوتونبایوا، د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو غوښتي دي، چې له افغان ښځو سره خپله همغږي وساتي او د هغوي د حقونو او وضعیت په اړه بې پروا پاتې نه شي.
اوتونبایوا ویلي، چې افغان ښځې او نجونې اوس هم له زده کړو، کار، ازاد تګ راتګ او ګڼو بنسټیزو حقونو بې برخې دي او نړیواله ټولنه باید دغه وضعیت هېر نه کړي.
نوموړې دا څرګندونې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښځو په فورم کې وکړې. دغه غونډه د چنګاښ په ۵مه (د ۲۰۲۶م کال د جون ۲۶مه) د غړو هېوادونو د استازو، نړیوالو چارواکو او د ښځو د چارو د کارپوهانو په ګډون جوړه شوې وه. په غونډه کې د سیاست، اقتصاد، امنیت او ټولنیز پرمختګ په برخو کې د ښځو د همکارۍ پر پراخولو ټینګار وشو.
د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشرې او په افغانستان کې د یوناما مخکېنۍ مشرې، روزا اوتونبایوا، په خپله وینا کې د شخړو په حل، بشري امنیت، اقتصادي پراختیا او د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
هغې افغانستان ته د خپل ماموریت د مودې یادونه وکړه او ویې ویل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو اغېزې یې له نږدې لیدلې دي.
اوتونبایوا وویل: «نن په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي وروسته خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی. ښځې له کار، پارکونو او ورزشي سالونونو څخه منع شوې دي او له محرم پرته د سفر اجازه هم نه لري. دا هر څه ښيي چې محافظه کارو تګلارو ته بېرته ستنېدل په چټکۍ سره روان دي.»
د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی سیمه ییز او نړیوال سازمان دی. د دې سازمان بشپړ غړي بېلاروس، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان دي.
افغانستان د دې سازمان بشپړ غړی نه دی، خو د نورو هېوادونو ترڅنګ د همکار او د تعامل شریک په توګه له دې سازمان سره اړیکې لري.


شال نیوز