بشکیک : د ایران د بهرنیو چارو وزیر ،عباس عراقچي، د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي دي، چې تهران له هر هغه ګام او نوښت څخه ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت، تلپاتې سولې، ثبات، پرمختګ او له ترهګرۍ پاک وضعیت د رامنځته کېدو لامل شي.
عراقچي ،د جولایۍ په ۲۴مه، د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او په دې برخه کې ګډې هڅې اړینې دي.
هغه زیاته کړه، چې له ترهګرۍ، افراطیت، د نشي توکو له قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او نورو ګډو امنیتي ننګونو سره مبارزه یوازې د سیمه ییزې همکارۍ له لارې ممکنه ده، او د شانګهای همکارۍ سازمان کولی شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د جمعې په ورځ په بشکیک کې جوړه شوه، چې د غړو هېوادونو استازو پکې د سیمه ییز امنیت، اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی او دا مهال چین، روسیه، هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او بلاروس یې دایمي غړي دي.


شال نیوز