بشکیک / تهران : د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي دي، چې تهران د امریکا او ایران ترمنځ د پاکستان په منځګړیتوب شوي «اسلام‌ اباد تفاهم» عملي کولو ته تیار دی، خو امریکا باید هغه ژمنې عملي کړي چې د دغه تفاهم له مخې یې منلې وې.

 

پزشکیان دا دریځ د اګست پر ۳۱مه په بشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو غونډې په څنډه کې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره د کتنې پر مهال څرګند کړی دی.

 

د پاکستان د وزیراعظم دفتر وايي، چې دواړو مشرانو د سیمې پر روان امنیتي حالت، د ایران او امریکا د شخړې پر کمولو او د «اسلام‌ اباد تفاهم» د بیا عملي کېدو پر لارو خبرې کړې دي.

 

شهباز شریف ویلي دي، چې پاکستان به په سیمه کې د جګړې د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په اوسنیو حالاتو کې زغم، خبرې او دوامداره سفارتي تماسونه د تلپاتې سولې لپاره ضروري دي.

 

هغه ویلي، د «اسلام‌ اباد تفاهم» له مخې رامنځته شوی چوکاټ لا هم د روان بحران د ختمولو تر ټولو عملي لاره ده او اړوندې خواوې باید د هغه پر بنسټ شویو ژمنو ته بېرته وګرځي.

 

د ایران دریځ دا دی چې د تفاهم د ماتېدو مسوولیت پر تهران نه، بلکې پر واشنګټن دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اګست پر ۳۱مه ویلي دي، چې امریکا باید هغه تفاهم ته بېرته وګرځي چې د امریکا ولسمشر لاسلیک کړی و.

 

عراقچي ویلي دي، چې که واشنګټن خپلې ژمنې عملي کړي، روانه شخړه ختمېدی او حالات بېرته د سیاسي حل پر لور تلای شي. د هغه په وینا، د حل لاره معلومه ده او امریکا باید لومړی د تفاهم شرایط عملي کړي.

 

د ایران، امریکا او اسراییلو شپږ میاشتنۍ جګړه وروستي پړاو ته رسېدلې؛ نه بریا، نه ماتې، خو درنه بیه
د ایران، امریکا او اسراییلو شپږ میاشتنۍ جګړه وروستي پړاو ته رسېدلې؛ نه بریا، نه ماتې، خو درنه بیه
د امریکا دننه د ایران جګړې ولسي ملاتړ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی
د امریکا دننه د ایران جګړې ولسي ملاتړ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی

 

دغه تفاهم د جون پر ۱۷مه د امریکا او ایران ترمنځ د پاکستان په منځګړیتوب شوی و. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرې موافقه کړې وه او هدف یې دا و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه ودرول شي او د پراخې سولې لپاره خبرې پیل شي.

 

د تفاهم له مخې د ۶۰ ورځو لپاره د خبرو یو بهیر ټاکل شوی و.

 

په اعلان شویو مادو کې د پوځي عملیاتو بندول، د هرمز تنګي د کښتۍ چلونې عادي کول، د امریکا د سمندري محاصرې ختمول، پر ایران د بندیزونو د نرمولو لپاره اقدامات او د ایران د اټومي پروګرام په اړه نورې خبرې شاملې وې.

 

پاکستان د دغه تفاهم د منځګړي او ضمانت کوونکي په توګه مهم رول درلود او ولسمشر اصف علي زرداري هغه مهال له دواړو خواوو غوښتي وو چې تفاهم په بشپړ ډول عملي کړي او د وروستي سیاسي تړون لپاره خبرې چټکې کړي.

 

خو تفاهم ډېر وخت دوام ونه کړ.

 

په جولایۍ کې امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل د تفاهم د ماتولو تورونه ولګول. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې د هغه په نظر تفاهم نور پای ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې ایران وویل امریکا خپله له ژمنو سرغړونه کړې ده. وروسته دواړو خواوو یو ځل بیا پوځي بریدونه وکړل او د تفاهم عملي بڼه کمزورې شوه.

 

د ۶۰ ورځني بهیر موده د اګست په منځ کې پای ته ورسېده، پرته له دې چې امریکا او ایران وروستي سوله‌ ییز تړون ته ورسېږي. په وروستیو ورځو کې اسلام‌ اباد یو ځل بیا د تفاهم د راژوندي کولو لپاره خپل سفارتي فعالیت زیات کړی دی.

 

عاصم منیر ټرمپ سره له خبرو پس تهران ته تللی؛ پاکستان د ایران ـ امریکا د منځګړیتوب هڅې تېزوي
عاصم منیر ټرمپ سره له خبرو پس تهران ته تللی؛ پاکستان د ایران ـ امریکا د منځګړیتوب هڅې تېزوي
امریکا پر ایران نوي پراخ بندیزونه ولګول؛ ایران هم د هرمز په تنګي کې ۴۵ تېلو او ګازو بېړۍ تور لېسټ کړې
امریکا پر ایران نوي پراخ بندیزونه ولګول؛ ایران هم د هرمز په تنګي کې ۴۵ تېلو او ګازو بېړۍ تور لېسټ کړې

 

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د اګست په وروستۍ اوونۍ کې تهران ته تللی و او هلته یې له ولسمشر پزشکیان، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره خبرې کړې وې. پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د دغو خبرو تمرکز د جګړې د بیا پراخېدو مخنیوی، د هرمز تنګي وضعیت، د ایران ـ امریکا د شخړې ختمول او د «اسلام‌ اباد تفاهم» د بیا فعالولو لارې وې.

 

ایراني چارواکو په همدې لیدنو کې عاصم منیر ته ویلي وو چې تهران د تفاهم عملي کولو ته ژمن دی، خو امریکا باید لومړی خپله برخه عملي کړي. د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي وو، چې ایران د تفاهم د شرایطو عملي کولو ته ژمن دی او اوس امریکا ته اړتیا ده چې خپلې ژمنې پوره کړي.

 

د پزشکیان او شهباز شریف د بشکیک تازه کتنه د همدې سفارتي لړۍ دوام ګڼل کېږي. دواړو مشرانو د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو خبره هم کړې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه به د سیمې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

 

شهباز شریف له کتنې وروسته ویلي دي، چې پاکستان او ایران ګاونډي هېوادونه دي او غواړي په ګډه د سیمې د سولې او د روان تاوتریخوالي د کمولو لپاره کار وکړي.

 

پزشکیان هم د سیمې د سولې لپاره د پاکستان د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې تهران غواړي له اسلام‌ اباد سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې نورې هم پراخې کړي.

 

د پاکستان د وزیراعظم دفتر ویلي دي، چې شهباز شریف پزشکیان ته پاکستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې او ایراني ولسمشر بیا شهباز شریف د روان کال په دسمبر کې په تهران کې د اقتصادي همکارۍ سازمان غونډې ته بللی دی.

 

د ایران وروستی پیغام دا څرګندوي چې تهران «اسلام‌ اباد تفاهم» په بشپړه توګه پای ته رسېدلی نه ګڼي او که امریکا خپلې پخوانۍ ژمنې ومني، ایران د همدې چوکاټ له مخې د خبرو او عملي اقداماتو بیا پېل ته تیار دی.

په عین وخت کې پاکستان هڅه کوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکې لاره پرانیستې وساتي او د جون تفاهم د نوې جګړې پر ځای د خبرو د بیا پېل اساس وګرځوي.

 

تر اوسه امریکا د پزشکیان او عراقچي د اګست ۳۱مې تازه څرګندونو ته کوم نوی رسمي ځواب نه دی ورکړی.