رویټرز په یوه تازه شننه کي لیکي، له شپږو میاشتو جګړې وروسته د ایران، امریکا او اسراییلو شخړه داسې حساس پړاو ته رسېدلې چې هېڅ لوری پکي د بشپړې بریا دعوه نه شي کولای. ایران سخت پوځي او اقتصادي زیان لیدلی، خو لا هم نه دی تسلیم شوی؛ امریکا او اسراییلو هم خپلې ټولې موخې نه دي ترلاسه کړې. د همدې لپاره رویټرز اوسنی حالت یوه ګرانه، اوږده او خطرناکه بېپایلې مقابله بولي.
د شننې له مخې، د جګړې په لومړیو میاشتو کي د هوايي بریدونو، توغندیو او مستقیمو پوځي عملیاتو زور ډېر و، خو اوس جګړه تر ډېره اقتصادي او سیاسي ډګر ته تللې ده. واشنګټن هڅه کوي د ایران د تېلو صادرات، بانکي اړیکې او له بهرنیو هېوادونو سره مالي راکړه ورکړه محدوده کړي او تهران تر داسې فشار لاندې راولي چې د خبرو پر مېز امتیازونو ته غاړه کېږدي.
خو ایران تر دې وړاندې هم د څو لسیزو بندیزونو تجربه لري. د رویټرز په وینا، ایراني چارواکي باور لري چې که هېواد اقتصادي فشار وزغمي، وخت به د دوی په ګټه تمام شي، په ځانګړي ډول که چین، هند او نور مهم سوداګریز شریکان له ایران سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه پرې نه کړي.
د جګړې تر ټولو دروند اثر د ایران پر اقتصاد لیدل کېږي. د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، ګرانی زیاته شوی، د خلکو د اخیستلو توان کم شوی او پر عادي کورنیو اقتصادي فشار ورځ تر بلې ډېرېږي. د ایران د حکومت لپاره دا اندېښنه هم شته چې اقتصادي ناخوښي یو ځل بیا پراخو احتجاجونو ته لار هواره نه کړي.
شنونکي وايي، د تهران اصلي ستونزه یوازې د بندیزونو زغمل نه دي، بلکې دا ده چې له اوسني اقتصادي او سمندري فشار څخه د وتلو لاره پیدا کړي، داسې چې په کور دننه د ماتې یا تسلیمېدو په توګه تعبیر نه شي.
د رویټرز شننه وايي، د هرمز تنګی لا هم د شخړې له تر ټولو مهمو او حساسو ټکو څخه دی. له دې لارې د نړۍ د تېلو لویه برخه انتقالېږي، او هر ډول محدودیت یا ناامني پکي د نړیوالو بازارونو پر بیو، د بېړیو پر تګ راتګ او د خلیج د هېوادونو پر اقتصاد مستقیم اغېز لري.
خلیجي هېوادونه له همدې امله غواړي جګړه نوره پراخه نه شي. خو هغوی دا هم نه غواړي چې ایران له جګړې وروسته دومره توان وساتي چې د هرمز پر تنګي یا د سیمې پر نورو مهمو لارو فشار ته دوام ورکړي.
رویټرز وايي، واشنګټن غواړي ایران د سیمې په کچه خپل پوځي او سیاسي فشار کم کړي، تهران بیا غواړي اقتصادي او سمندري کلابندي ختمه شي، خو پرته له دې چې ځان مات شوی وښيي. خلیجي هېوادونه بیا هڅه کوي له یوې خوا د پراخې جګړې مخه ونیسي او له بلې خوا د ایران ځواک هم محدود وساتي.
همدا متضادې غوښتنې د جګړې د پای لپاره یوه روښانه سیاسي لاره ستونزمنوي.
د شننې په پای کي ویل کېږي، له شپږو میاشتو وروسته نه ایران مات شوی، نه امریکا او اسراییلو خپلې ټولې موخې ترلاسه کړې دي او نه سیمه ثبات ته رسېدلې ده.
جګړې د ایران اقتصاد کمزوری کړی، د سیمې امنیت یې له خطر سره مخ کړی، د تېلو نړیوال بازار یې اغېزمن کړی او پر ټولو ښکېلو اړخونو یې درنه بیه اچولې ده.
جګړه اوس داسې پړاؤ ته رسېدلې چې ګټونکی نه لري، خو د دوام بیه یې هره ورځ لوړېږي


شال نیوز