بشکیک : د شنګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو غونډه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې پېل شوې ده، چې د چین، روسیې، هند، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو مشران پکې ګډون کوي. د غونډې اصلي ناسته د سپتمبر پر لومړۍ نېټه کېږي او تمه ده چې سیمه‌ ییز امنیت، افغانستان، تجارت، انرژي، ټرانسپورټي لارې او نړیوالې شخړې به یې د بحث مهمې موضوعګانې وي.

 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د غونډې لپاره بشکیک ته رسېدلی دی. د پاکستان خارجه وزارت وايي، چې نوموړی به د شنګهای د همکارۍ سازمان د دولتونو د مشرانو په غونډه او د «ایس سي او - پلس» په ناسته کې ګډون وکړي او د غونډې په پای کې به پاکستان د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷م کال لپاره د سازمان د دولتونو د مشرانو د کونسل مشري واخلي.

 

پاکستان به په ۲۰۲۷م کال کې د شنګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو راتلونکې غونډه هم په اسلام‌ اباد کې کوربه کوي.

 

شهباز شریف د بشکیک د سفر پر مهال د ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره جلا کتنې هم کړې دي. پاکستان غواړي په دغو خبرو کې له مرکزي اسیا سره تجارت، انرژي، ټرانسپورټي اړیکې او د افغانستان له لارې سیمه‌ ییز اتصال مخته یوسي.

 

افغانستان په دې غونډه کئ رسمي استازیتوب نه لري. افغانستان له ۲۰۱۲م کال راهیسې د شنګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي هېواد حیثیت لري، خو طالبان په ۲۰۲۱م کال کئ واک ته له رسېدو وروسته د سازمان د مشرانو په کلنیو غونډو کئ نه دي ګډون کړي او د بشکیک غونډې ته هم نه دي بلل شوي.

 

سره له دې، افغانستان د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دی. د سازمان غړي، په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډي هېوادونه، په افغانستان کئ د داعش خراسان او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري. پاکستان په وروستیو غونډو کې ویلي وو چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد د وسله والو فعالیتونه د دې هېواد لپاره لوي امنیتي خطر دی. طالبان بیا وايي، د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

 

د غونډې په څنډه کې اقتصادي او سیمه‌ ییز اتصال ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي. د پاکستان لپاره د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان د رېل پروژه له مهمو طرحو څخه ده. اسلام‌ اباد غواړي چې دا پروژه د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونه د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي او د سامان د انتقال وخت او لګښت راکم کړي.

 

د پاکستان لپاره د بشکیک غونډې بله مهمه مسئله دا ده چې د شنګهای د همکارۍ سازمان مشري به د قرغزستان له دورې وروسته پاکستان ته وسپارل شي. د پاکستان خارجه وزارت وايي، چې د اسلام‌ اباد د مشرۍ تر ټولو مهمه پېښه به په ۲۰۲۷م کال کې د سازمان د مشرانو غونډه وي.

 

د چین ولسمشر شي جین‌ پینګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند وزیراعظم نریندرا مودي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، بېلاروس او قرغزستان مشران هم په بشکیک کي دي. د ملګرو ملتونو عمومي سېکرټري انتونیو ګوتېرېش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ګډون کوي. ترکیه د شنګهای د همکارۍ سازمان بشپړ غړی نه دی، بلکې د خبرو شریک هېواد دی.

 

د شانګهای غونډه ؛ پاکستان له غړو هېوادونو وغوښتل چې پر طالبانو د ترهګرۍ ضد ژمنو د عملي کولو فشار واچوي
د شانګهای غونډه ؛ پاکستان له غړو هېوادونو وغوښتل چې پر طالبانو د ترهګرۍ ضد ژمنو د عملي کولو فشار واچوي
د شانګهای غونډه ؛ ایران په افغانستان کې د ټولشموله حکومت او ثبات ملاتړ تکرار کړ
د شانګهای غونډه ؛ ایران په افغانستان کې د ټولشموله حکومت او ثبات ملاتړ تکرار کړ
ضمیر کابلوف : د یو غړي مخالفت د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د افغان طالبانو د ګډون پر وړاندې خنډ دی
ضمیر کابلوف : د یو غړي مخالفت د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د افغان طالبانو د ګډون پر وړاندې خنډ دی

 

د غونډې په څنډه کې د مشرانو دوه اړخیزې کتنې هم روانې دي. تمه ده چې چین، روسیه، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د تجارت، انرژۍ، امنیت او نړیوال سیاست پر مهمو مسئلو خبرې وکړي.

 

د شنګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی و او اوس لس بشپړ غړي لري: چین، روسیه، هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او بېلاروس. سازمان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې ده چې د یوریشیا د امنیت، تجارت او سیمه‌ ییز اتصال لپاره خپل رول پراخ کړي.

 

د بشکیک غونډې په پای کې تمه ده چې مشران «بشکیک اعلامیه» منظوره کړي. دا اعلامیه به د سازمان د ۲۵مې کلیزې، سیمه‌ ییز امنیت، وسله والو ډلو، اقتصادي همکارۍ، تجارت او نړیوالو مسئلو په اړه د غړو ګډ دریځونه وړاندې کړي.

 

تر دې تازه راپور پورې د مشرانو اصلي رسمي غونډه او وروستۍ اعلامیه لا نه دي بشپړ شوي. د سپتمبر پر لومړۍ نېټه د مشرانو له ویناوو او ګډې اعلامیې وروسته به د افغانستان، سیمه‌ ییز امنیت او اقتصادي اتصال په اړه د غونډې وروستۍ پرېکړې روښانه شي.