بشکیک : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې پر طالبانو فشار واچوي څو د ترهګرۍ پر ضد خپلې ژمنې عملي کړي او په افغانستان کې د وسله والو ډلو خوندي پټنځایونه له منځه یوسي.

 

ډار ،د جولایۍ په ۲۳مه، د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې وویل، چې په سیمه کې تلپاتې سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ هغه وخت شونی دی چې د افغانستان له خاورې څخه راولاړېدونکی د ترهګرۍ ګواښ پای ته ورسېږي.

 

هغه افغانستان د پاکستان د امنیت له مهمو ننګونو څخه وباله او دعوه یې وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک، بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي لا هم د افغانستان له خاورې د جلب، روزنې او بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې دغه ډلې د طالبانو په “سترګې پټولو او اسانتیا برابرولو” فعالیت کوي او دعوه یې وکړه چې دا خبره د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې او تحلیلي راپورونو کې هم ثبت شوې ده.

 

اسحاق ډار وویل، چې پاکستان هیله لري چې د شانګهای همکارۍ سازمان له طالبانو وغواړي څو د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې عملي کړي او د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.

 

هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او دعوه یې وکړه چې د روان میلادي کال له پېل راهیسي په هېواد کې له دوه زره زیات ترهګریز بریدونه شوي دي چې له امله یې له ۵۶۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي. ډار دا دعوه هم وکړه چې په دغو بریدونو کې یو شمېر افغان وګړي هم ښکېل وو.

 

طالبانو تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د کارولو اجازه ورنه کړي. د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې په افغانستان کې داسې وسله والې ډلې نه شته چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

 

خو پاکستاني چارواکو په وروستیو میاشتو کې څو ځله طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو وسله والو ډلو غړو ته د پناه ورکولو په تور تورن کړي دي. د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د اسلام‌ اباد او کابل اړیکې په تدریج ترینګلې شوې دي. سره له دې چې پاکستان د طالبانو له مهمو سیمه‌ ییزو ملاتړ کوونکو څخه ګڼل کېده، اسلام ‌اباد اوس پر طالبانو تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک لپاره یې خوندي پناهځایونه برابر کړي دي.

 

په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونو زیاتوالي د پاکستان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته درانه زیانونه اړولي دي. پاکستان څو ځله د افغانستان په سرحدي سیمو کې هوايي بریدونه هم کړي چې د طالبانو له سخت غبرګون او سرحدي نښتو سره مل وو.

 

له امنیتي فشارونو سره هممهاله، اسلام‌ اباد د بې‌ اسنادو افغان کډوالو د پراخې ایستنې بهیر هم پېل کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ اړوند د ویزو او تګ راتګ شرایط هم سخت کړي دي.

 

د شانګهای همکارۍ سازمان، چې چین او روسیه یې له مهمو غړو څخه دي، په تېرو کلونو کې څو ځله په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو او د ترهګرو ډلو پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی. د پاکستان وروستۍ غوښتنه ښيي چې اسلام ‌اباد هڅه کوي د افغانستان د امنیت موضوع د سیمې د مهمو هېوادونو په اجنډا کې لا پیاوړې کړي، په داسې حال کې چې طالبان دغه تورونه ردوي.